تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یو کب په درې میلیون ډالر
په جاپان کې د سوشي رسټورانټونو یوه مشر د نوي کال د لیلام په ترڅ کې یو لوی کب په څه باندې درې میلیون ډالر اخیستی دی.
کیوشي کیمورا چې ځان د جاپان 'سوشي پاچا' بولي، ۲۷۸ کیلو لرونکي کب په رانیولو سره ریکارډ مات کړی.
د دا ډول کب نسل د ختمېدو له خطر سره مخامخ دی.
کیوشي کیمورا په ۲۰۱۳ کال په ۱٫۴ میلیون ډالرو یو بل کب هم اخیستی و.
د نوي زیږدیز کال د لومړۍ ورځې پر ګهیځ جاپان کې د کبانو پېروپلور کې د سوشي رسټورانټونو ټولګه په عمده ډول کبان رانیسي او ډېرې پیسې لګوي.
ښاغلي کیمورا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: ''ښه کب مو واخیست.''
هغه خبریالانو ته وویل، دا کب ډېر خوږ او تازه ښکاري.
د سوشي پاچا ویلي اټکل یې دا و چې ددغه کب مقابل کې به ډېره لوړه بیه ورکړي، خو ''د دغه کب بیه تر اټکل شوې بیې ډېره وه، خو هیله مې دا ده چې زموږ مشتریان دا ښکلی کب په مزه وخوري''.
په توکیو کې د بي بي سي خبریال روپرټ وینګفیلډ هیز وايي، کب له دې کبله ډېر قیمته وپلورل شو، چې یو خو یې نسل د ورکېدو له خطر سره مخامخېدونکی دی او بل دا چې کوم رسټورانټ دا کب ولري، ډېر اعتباري ګڼل کېږي.
روپرټ پوښتي: ''په یوه عادي ورځ په دې اندازه یو کب په ۶۰ زره ډالرو پلورل کېږي. د نن ریکارډ تر ډېره د باور جوړولو له کبله و."
دی وايي: "په ۲۰۱۸ کال د جاپان په اوبو کې د دغه ډول کب ښکار پاموړ راټیټ شوی او د تېر کال له دویمې نیمايي راوروسته یې بیه د توکیو په بازار کې ۴۰ سلنه لوړه شوې ده."
د جاپان سوشي رسټورانټونو د ټولګې مشر کیوشي کیمورا په تېرو اوو کلونو کې د توکیو د بازار د لیلام لومړی اخیستونکی کس دی.
د هغه پېر او پلور ته د جاپان په رسنیو کې ډېر پوښښ ورکول کېږي.