تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نهه زره کیلومتره لامبو سره ریکارډ جوړول
یو فرانسوی لامبوزن له جاپان ارام سمندر ته په غورځېدلو سره غواړي لومړنی کس شي چې ټول ارام سمندر کې به یې مزل په لامبو سره کړی وي.
یو پنځوس کلن بین لیکومټ به د متحده ایالتونو لوېدیځې سمندرغاړې ته د رسېدو لپاره تر شپږو میاشتو هره ورځ اته ګړۍ لامبو وهي.
هغه په دغه سفر کې له مختلفو خطرونو سره مخ کېږي، لکه شارک ماهي، توپانونه، سرېښېدونکي ژوي او د اوبو خورا ټیټه تودوخه.
هغه د اقلیمي بدلون د پوهاوي زیاتولو په هیله دا کار کوي او د ساینسپوهانو یوه ډله به د دې نهه زره کیلومتره یا پنځه زره پنځه سوه میله لامبو پر مهال څېړنه کوي.
دوی به پلاستیکي پاتې شوني او پر زړه د سخت ورزش اغېز مطالعه کړي او پر سمندر د فوکي شیما اټومي ناورین اغېز وڅاري.
ښاغلی لیکومټ چې امریکا کې اوسي هره ورځ یې څو ساعته ازادو اوبو کې لامبو سره ځان چمتو کړی دی.
هغه له رواني پلوه د خپل چمتووالي د باوري کولو لپاره د تصور او بې پروايي تمرین کړی دی.
هغه فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل، چې رواني برخه تر فزیکي ډېره مهمه ده.
"ته باید ځان ته ووایې چې همېش پر مثبت شي فکر وکړي".
د هغه په خبره، "کله چې د دماغو بوختولو لپاره څه نه لرې، نو دا یو ډول سپرینګي حرکت پیلوي او دې سره ستونزه پېښېږي".
دغه سفر ته تیاري له شپږو کلونو ډېر وخت نیولی، خو ښاغلي لیکومټ تر هغه مخکې د دې کار هوډ کړی و.
پر ۱۹۹۸ کال یې د لومړي ځل لپاره د امریکا او اروپا ترمنځ شپږ زره څلور سوه کیلومترو یا څلور زره میله لامبو په ۷۳ ورځو کې وکړه.
کله چې بالاخره فرانسه کې وچې ته ورسېد، لومړۍ خبره یې دا وه، "بیا هیڅکله هم نه"، خو ډېر ژر یې دا خبره هېره شوه او نوی جنجال یې ځان ته وکوت.
هغه له اېن پي ار سره خبرو کې ویلي، فکر بدلېدلو یې ډېر وخت ونه نیو.
"درې یا څلور میاشتې وروسته مې د ورته کار په هکله فکر کاوه".
د ښاغلي لیکومټ ورځنی مهال وېش به د ټول سفر لپاره عملاً یو شان وي.
هغه به اته ګړۍ لامبو وهي او بیا به ملاتړې کښتۍ ته خېږي چې خوراک څښاک او خوب وکړي او بیا اوبو ته ور ټوپ کړي.
د خپلې انرژۍ کچې د لوړ ساتلو لپاره غواړي چې د ورځې اته زره کالورۍ خوارک وکړي.
"زما په رژیم کې شکره په کله منع ده د کالوریو ډېره برخه به مې ډېر غوړ خواړه لکه بشپړ یخچالي خوراکونه، وریځې مکروني او مختلف سوپونه وي".
ملاتړې کښتۍ به جي پي اېس موندونکی هم لري او مینوال به د ښاغلي لیکومټ وېبپانې څخه د هغه پرمختګ څارلی شي.