تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کډواله سعودۍ: ما خپله کورنۍ ولې پرېښوده؟
د سعودۍ رهف محمد القنون ډرامايي کیسې په سعودي کې د ښځو په هکله بندیزونو ته بیا پام واړاوه.
۱۸ کلنې رهف تېره اونۍ ځان یوه هوټل کې بندي کړ او خپل وطن ته په نه ستنېدو یې نړیوال پام خپل کړ.
هغه سعودي کې له خپلې کورنۍ وتښتېده او ټوېټر کې له هڅو وروسته کاناډا کې پنا ور کړل شوه.
خو لا هم د سعودي د ښځو د حقونو په هکله بحثونه روان دي.
له سعودي کاناډا ته تللې یوې بلې سعودۍ بي بي سي ته خپله کیسه کړې ده.
اتلس میاشتې مخکې ۲۴ کلنه سلوا له خپلې ۱۹ کلنې خور سره وتښتېده او اوس د کاناډا مونټریال ښار کې اوسي.
کیسه یې له خپلې خولې اورو.
شپږ کلنه هڅه
له شپږو کلونو راهیسې مو تېښتې ته تیاری کاوه، خو د دې کار لپاره پاسپورټ او قومي شناختي کارډ (پېژندپاڼه یا تذکره) پکار و.
د دې لپاره موږ باید خپل سرپرست راضي کړی وی(سعودي کې ښځې د ډېرو چارو لپاره د خپلې کورنۍ له یوه نارینه مشر اجازې ته اړې دي.)
له ښه بخته کله چې پوهنتون کې وم، کورنۍ راته پېژندپاڼه جوړه کړې وه.
پاسپورټ مې هم درلود، ځکه دوه کاله مخکې زما د انګریزي ازموینې لپاره ضروري و.
خو دا دواړه کورنۍ را نه اخیستي وو، حیرانه وم، څنګه یې ترلاسه کړم.
ما د خپل پلار د خونې چابۍ( کیلۍ) پټې کړې، خو له اجازې پرته یې بهر تللی نه شو، یوه ورځ چې هغه ویده و بهر لاړم او همغسې کیلۍ مې جوړې کړې.
دې سره مې خپل او د خور پاسپورټونه ترلاسه کړل، د کورنیو چارو وزارت وېبپاڼې ته د هغه له ایکاونټ ننوتم او د هغه ټلېفون نمبر مې په خپل نمبر بدل کړ.
د هغه د ایکاونټ کارولو سره مې د ځان او خور لپاره د بهر تللو اجازه ترلاسه کړه.
تېښته
د شپې ټول ویدوه وو، موږ ووتو او دا ډېره وېروونکې شېبه وه.
موټروانې نه وو، خو ټیکسي مو پیدا کړه، له نېکه مرغه سعودي کې نږدې ټول ټیکیسوال بهرنیان دي، ځکه زموږ یوازې تګ حیران نه کړ.
ریاض ته نږدې د شاه خالد نړیوال هوايي ډګر ته لاړو، که څوک پوهېدلی چې موږ څه کوو، نو وژل شوې به وو.
د زدکړو په وروستي کال( ستاج پړاو) مې یوه روغتون کې کار کاوه، دومره پیسې مې بچت کړې وې چې د الوتکې ټیکټ او د جرمني ټرازېټ ویزې ترلاسه کړو، نورې پیسې هم را سره وې.
له خور سره په ګډه جرمني ته په الوت بریالۍ شوم، دا لومړی ځل و چې الوتکه کېناستم، دا راته ډېره هیښوونکې هم وه. خوشاله شوم، وډاره شوم، په یو وخت مې هرڅه محسوسول.
کله مې چې پلار پوه شوی و، چې موږ کور کې نه یو، نو پولیسو ته یې خبر ور کړی و، خو دا هرڅه ډېر ناوخت و.
ځکه ما د کورنیو چارو وزارت وېبپاڼه کې د هغه د ایکاونټ نمبر بدل کړی و، کله به چې پولیسو دوی ته زنګ واهه، په اصل کې یې ماته زنګ تېرېده.
د سعودي ژوند
سعودي کې چندان ژوند نه و، یوازې پوهنتون ته تلل او بیا ټوله ورځ کور پاتېدل.
هغه ژوند زه وژلم، ماته بدې خبرې کېدې او ویل کېدل چې نر تر ښځې برتر دی.
په زور یې را باندې لمونځ کاوه او روژه کې یې روژه را باندې نیوله.
کله چې جرمني ته ورسېدو، د پنا غوښتنې لپاره مې د قانوني وکیل همکاري ترلاسه کړه، او خپله کیسه مې ورته وکړه او څو کاغذونه مې هم ډک کړل.
خو کاناډا مې ځکه غوره وبلله چې د انساني حقونو له مخې ډېره ښه ده.
ما دلته د سوریايي کډوالو د ابادېدو خبرې اورېدلې وې او پرېکړه مې وکړه چې دا هېواد به غوره وي.
زما غوښتنه ومنل شوه او کله چې ټورنټو کې کوزه شوم، د کاناډا بیرغ لیدل راته هیښوونکي و.
د کاناډا ژوند
اوس مونټریال کې له خور سره اوسېږم، کوم ذهني بوج را باندې نشته، څوک کوم کار را باندې په زور نه کوي.
سعودي کې به ښايي ډېره شتمنه وم، خو دا ځای ترې غوره دی، ځکه له کور بهر وتلو کې د چا اجازې ته اړتیا نشته.
ډېره خوشاله یم او ځان ازاده بولم، هر ډول جامې اغوستلی شم.
دلته مې د مني موسم او واوره خوښېږي، فرانسوي ژبه زدکووم، خو سخته ده، سیکل ځغلوم، یخلوبه او واورې لوبه زدکول غواړم. اوس پوهېږم چې خپل ژوند کې یو څه ریښتوني کووم.
له کورنۍ سره اړیکه نه لرم، خو پوهېږم چې دا ځای زما او د دوی لپاره غوره دی.