امریکايی سناتور: سعودي ولیعهد 'لیونی' دی

د تړلیو دروازو تر شا د امریکا استخباراتي ادارې سي ای اې له معلوماتو اورېدو وروسته د امریکا مشرانو جرګې یا سېنټ ځینې غړو ویلي، دوی باوري دي چې د سعودي خبریال جمال خاشقجي وژنه د سعودي عرب له ولیعهد محمد بن سلمان سره تړاو لري.

سناتور لنډسې ګراهام وايي، دی 'بشپړ باور لري ' چې محمد بن سلمان له مخکې د جمال خاشقجي له وژنې خبر و. د امریکا سنا کې د سویلي کارولینا ایالت دغه استازي سعودي ولیعهد 'لیونی ' او 'خطرناک ' وباله.

سعودي عرب دغه قضیه کې ۱۱ کسان تورن کړي او د ولیهعد محمد ښکېلتیا یې رد کړې ده.

د سې شنبې پر ورځ ګهیځ د سي ای اې مشره ګینا هاسپیل د سېنټ له مشرانو سره پر دې موضوع غږېدلې.

اکتوبر کې ښاغلی خاشقجي د ترکیې استانبول کې د سعودي عرب کونسلګرۍ کې وژل شوی و.

ویل کېږي سي اې داسې ثبوتونه لري چې هغه له سعود القحطاني سره پیغامونه تبادله کړي چې ادعا کېږي د وژونکو څارنه یې کوله، خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او دفاع وزیر جېمس مټیس تېره اونۍ سناتورانو ته وویل، په پېښه کې د ولیعهد محمد د ښکېلتیا مخامخ ثبوتونه نه شته.

بل لور ته د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د ولیعهد په تړاو د سي ای اې ثبوتونه جامع یا هر اړخیز نه دي.

سناتوران څه وايي؟

خو د امریکا سنا بانفوذو غړو د سې شنبې پر ورځ د سي ای اې له معلوماتو تر لاسه کولو وروسته خبرې نه دي ژوولې. ښاغلي ګراهام چې د شاه زاده محمد بن سلمان د نوم یوازې لومړي توري یې یاد کړل وویل:

'هغه به په رډه رڼا ورځ سترګې پټوي چې دې پرېکړې ته نه رسېږي چې دا هر څه د ایم بي ایس تر لاس لاندې خلکو تنظیم کړي او همغږي کړي وو. '

دغه سناتور زیاته کړه، تر هغو چې سعودي ولیعهد په واک کې وي یا په یمن کې د دغه هېواد جګړه روانه وي، دی به پر سعودي عرب د وسلو خرڅلاو ملاتړ و نه کړي.

یوه بل سناتور بوب کورکر خبریالانو ته وویل:

''زه په خپل ذهن کې په دې اړه هېڅ پاتې پوښتنه نه لرم، چې ولیعهد ایم بي ایس 'محمد بن سلمان ' د دغې وژنې امر کړی.

د ټینیسي سیمې دغه جمهوریتپال سناتور زیاته کړه:

''که هغه 'محمد بن سلمان ' یوې محکمې ته ودریږي یوازې په نیم ساعت کې به مجرم وبلل شي. ''

ښاغلي کورکر وايي، د سعودي ولیعهد له نه غندنې سره ولسمشر ټرمپ د یوه خبریال پر وژنه سترګې پټوي.

جمال خاشقجي څوک و؟

جمال خاشقجي افغانستان ته د شوروي ځواکونو ننوتلو او اسامه بن لادن د راپورته کېدو په ګډون د سعودي خبري شبکو لپاره د یو شمېر مهمو پېښو خبري پوښښ کړی و.

نوموړی تر لسیزو پورې د سعودي عرب شاهي کورنۍ ته له نژدې کسانو یو بلل کېده او دغه راز یې د حکومت د سلاکار په توګه هم دنده کړې وه.

خو تېر کال سعودي حکومت د نوموړي له ملاتړه لاس واخیست او دی پخپله خوښه واشنګټن ته لاړ.

له هغه ځایه یې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته هره میاشت یوه لیکنه کوله چې پکې یې د محمد بن سلمان پر پالیسیو نیوکې کولې.