تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوه کیلو رومیان؛ هند کې ارزان پاکستان کې یې بحران
نړیوال بانک په خپل تازه رپوټ کې وايي، که د هند او پاکستان ترمنځ اړیکي نورمال شي نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه کابو ۲۶۰۰ میلیارد پاکستانیو روپیو ته رسېدلی شي. اوسمهال یې ترمنځ د کال ۱۴۰ میلیارده روپیو کلنۍ سوداګري کېږي.
د ترینګلو خپلمنځي اړیکو او پر ګډه پوله د تګ راتګ ستونزو تر ټولو لوی تاوان عامو خلکو، په خاصه توګه بزګرو ته ور اوړي.
که په هند او پاکستان کې د رومیانو د تولید او بیو ته کتنه وکړو، ښایي پر دې ستونزه مو بیخي سر خلاص شي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو توکو پر سوداګرۍ بندیز دی.
دا په دې معنی ده چې د هند په پنجاب ایالت کې بزګر اړ دي چې خپل د رومیانو حاصل په ډېره ټيټه بیه وپلوري.
هلته په امرتسر ښار کې یو کیلو رومیان په ۲۰ هندۍ روپۍ رانیولی شئ.
خو لږ ور هاخوا د پولې بلې غاړې ته د پاکستان په لاهور کې همدا رومیان یوه کیلو په ۳۰۰ پاکستانۍ روپۍ پلورل کېږي.
د هند حکومت پر ۲۰۱۷-۲۰۱۸ کال پر خپلو بزګرو بندیز ولګاوه چې مېوې او سبزي یا سابه به نه صادروي.
تر هغه وړاندې به هر کال د لسګونه میلیونه روپیو په کچه هندۍ مېوه او سبزي اکستان ته صادرېدل.
یوازې په ۲۰۱۶-۲۰۱۷ اقتصادي کال کې هند ۱۴۶۱۴۹ مېټرک ټنه سبزي پاکستان ته لېږلې وه، چې مجموعي ارزښت یې کابو درې نیم زره میلیونه پاکستانۍ روپۍ ښودل شوی و.
همدا رنګه پاکستان هم هند ته وچه مېوه، ښیښه، سېمنټ، سوډا، مالګه او المونیم صادرول.
په امرتسر ښار کې د سوداګرو د ټولنې یوه مشر راج دیپ اوپل بي بي سي ته وویل، د هند او پاکستان ترمنځ پر سوداګرۍ بندیز تخنیکي نه، بلکې سیاسي ستونزه ده.
د نوموړي په وینا، د امرتسر او لاهور ترمنځ یوازې ۴۰ کیلومتره واټن دی، خو تېر کال امرتسر کې یوه کیلو رومیان په ۲۰ هندۍ روپۍ وو او هماغه رومیان په لاهور کې بیا ۳۰۰ پاکستانۍ روپۍ خرڅېدل.
د ښاغلي اوپل په وینا، د سبزي پر سوداګرۍ د بندیز لوی تاوان د پاکستان عام وګړي پرې کوي.
نړیوال بانک هم خپل رپوټ کې وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په دې کمه شوې ده چې نوی ډيلی او اسلام اباد پر یو بل بې باوره دي، او سیاسي مسایل پر نورو ټولو برخو منفي اغېز کوي.
خو د هند د ګمرک چارواکي بیا وایي، پاکستان پخپله هم نه غواړي چې د واهګې پولې له لارې هندي توکي پاکستاني پنجاب ته ور پرېږدي، او ادعا کوي چې پاکستان د دې بندیز لامل هم نه دی ورته ښودلی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري کمېدل
هېره دې نه وي چې پاکستان د هند او افغانستان خپلمنځي سوداګرۍ کې هم خنډونه جوړوي، او تر دې دمه یې اجازه نه ده ورکړې چې کابل او نوی ډيلی د پاکستان له لارې خپلمنځي سوداګري وکړي.
د هغه څه لا امله چې افغان چارواکي او سوداګر یې د پاکستان له لوري په را کړه ور کړه کې خنډونه بولي د کابل او اسلام اباد ترمنځ تجارت کم کړی دی.
افغانستان ته د پاکستان صادرات په ۲۰۱۶م کال کې ۱.۴۳ملیارده ډالر وو، په ۲۰۱۷مالي کال کې ۱.۲۷ملیارده ډالرو ته راکم شو او د ۲۰۱۸م مالي کال په لومړي ربعه (جولاي-سپتمبر ۲۰۱۸) کې ۳۱۹ میلونه ډالرو ته راښکته شول.