تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري ولې کمه شوې؟
د پاکستان په کراچۍ کې پښتانه سوداګر وايي، کاروبارونه یې مخ په درېدو دي ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري کمه شوې ده. د دې لوی لامل دا دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي اړیکو تل پر سوداګرۍ هم سیوری غوړولی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت ته یې تل تاوان کړی دی.
د دوو ګاونډیو تر منځ سیاسي اړیکې ولې سوداګرو ته دومره زیان ورسوي؟ همدا او ورته نورې پوښتنې، سمیېز خبریال عرفان خټک د پاکستان - افغانستان د سوداګرۍ خونې یا "چېمبر" له مرستیال مشر، دارو خان اڅکزي کړي دي.