په اماراتو کې د طالبانو او امریکا خبرې پای ته ورسېدې

مذاکرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په اماراتو کې درې ورځنۍ خبرې نن پای ته ورسېدې
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

په متحده عربي اماراتو کې د افغان طالبانو او امریکایي پلاوي دوه ورځنۍ مخامخ خبرې پای ته ورسېدې. په دې ناسته کې د طالبانو د قطر دفتر استازو، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد او د سیمې د څو هېوادونو استازو برخه درلوده.

افغان حکومت هم دې خبرو ته یو پلاوی ور استولی و، خو داسې ښکاري چې له طالبانو سره یې مخامخ خبرې نه دي شوې.

زلمي خلیلزاد نن چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په اماراتو کې خبرې ګټورې وې او موخه دا ده چې افغانان په خپلو کې خبرو ته سره کېني.

نوموړي ویلي، پاکستاني چارواکو ته یې د دې ناستې په اړه جزیات ورکړي او نن شپه (چارشنبه ماښام) به کابل ته ځي او افغان حکومت سره به هم د خبرو جزیات شریکوي.

وسله والو طالبانو نن په اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په دې درې ورځنۍ ناسته کې یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو، د بندیانو پر خوشې کېدو او ملکي تلفاتو خبرې کړې دي.

امریکايي سرتېری

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان وایي په دې ناسته کې د امریکایي ځواکونو پر وتلو خبرې وشوې

طالب ویاند ذبیح مجاهد ویلي، د موقت حکومت، له افغان حکومت سره د مذاکرات او نور مسایل هېڅ د اجنډا برخه نه وو.

طالبانو سه شنبه هم د رویټرز خبري اژانس دا هغه رپوټ رد کړ چې ګواکې د دې ډلې پلاوي په متحده عربي اماراتو کې له امریکايي لوري سره پر اروبند یا لنډمهالي حکومت خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې د متحده عربي اماراتو "وام خبري اژانس " ویلي، د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې د خبرو یو بل پړاو هم په اماراتو کې ترسره شي، خو یاد اژانس د دې راتلونکي پړاو لپاره کومه نېټه نه ده یاده کړې.

په دې خبرو کې د پاکستان، سعودي او متحده عربي اماراتو استازي هم ګډون لري.

د افغان سولې په هکله تر نورو خبرو د اوسنیو توپیر دا دی چې د طالبانو د قطر دفتر پر استازو سربېره د پوځي برخې غړي یې هم پکې دي.

د خبرو په دویمه ورځ د رويټرز خبري اژانس په گډون ځينو لوېديځوالو رسنيو وويل د دغې ډلې ځينو چارواکو ويلي چې امريکايانو د شپږ مياشتني اوربند وړانديز کړى اوهمداراز يې له طالبانو غوښتي چې يوه لنډمهالي حکومت کې د غړيتوب لپاره خپل استازي ور وپېژني.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته د يوې وينا پاڼې په استولو سره وايي، چې متحده عرب اماراتو کې د دوى خبرې له افغانستان د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ورټولې وې، نه پر لنډمهالي حکومت، اوربند او ټاکنو.

که سعودي، پاکستان او امارات ضمانت وکړي

زلمی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا دریم ځل دی چې زلمی خلیلزاد له طالبان چارواکو سره ګوري.

لاکن دغو طالب چارواکو د نوم نه اخيستو په شرط رويټرز خبري اژانس ته ويلي وو چې امريکايي پلاوي پر اوربند او لنډمهالي حکومت لپاره د طالب استازو پر پېژندنې ټينگار کاوۀ خو د طالبانو لومړيتوب بيا د بنديانو خوشي کېدل او د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره مهال ويش و.

د دغو طالب چارواکو په وینا طالبانو د اوربند له وړانديز سره ځکه مخالفت کړى چې دوى انگېري پر اوربند هوکړه به د افغان او امريکايي ځواکونو په گټه وي او دوى ته به زيان واړوي.

خو د طالبانو يوه رسمي چارواکي بيا رويټرز ته ويلي که سعودي، متحده عرب امارات او پاکستان شونې هوکړه تضمين کړي او امريکا د دوى د خوښې کس د لنډمهالي حکومت د مشر په توگه وگوماري نو بيا به دوى پر اوربند غور وکړي.

امريکايي چارواکو لا د دغې ناستې په تړاو خپل نظرونه نه دي څرگند کړي خو امريکا تل ټينگار کړى چې افغانستان کې هر راز کېدونکې سوله بايد د افغانانو ترمنځ وشي. خو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخو خبرو اترو ډده کړې او ظاهرا" يې په ابوظبۍ کې هم پر همدې دريځ ټينگار کړى.

ز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېر امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال وروستیو کې له افغانستان ووتل.

متحده عربي اماراتو کې دغه ناسته په ښه همغږۍ جوړه شوې يوه غونډه بلل کېږي چې ځينې سرچينې وايي د طالبانو د سياسي کميسيونونو او کويټې شورا غړيو دواړو په کې گډون کړى.

لنډمهال حکومت

د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلیزاد تر ګومارل کېدو راهیسې د لنډمهالي حکومت خبره کېږي.

تېر ځل سیمې ته د نوموړي تر تګ وروسته د دې حکومت جوړېدو خبرې پیل شوې او ویل کېدل چې نوموړي له اشرف غني سره په لیدنه کې پر دغه حکومت غږېډلی دی.

هغه مهال ارګ او خپله خلیلزاد دا ډول خبرونه رد کړل.

خو واشنګټن پوسټ پرون هم یوه رپوټ کې ویلي،زلمى خليلزاد چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په لړ کې د يوه لنډمهالي حکومت د جوړېدا خبره را پورته کړې وه د ولسمشر غني له لوري رد شوه.