الوتکه کې جنسي تېري کونکي ته د نهه کاله زندان سزا

د عکس سرچینه، WAYNE COUNTY SHERIFF'S OFFICE
امریکا کې یوې محکمې هغه هندی سړی په نهه کاله زندان سزا محکوم کړی چې متحدو ایالتونو کې یې یوه الوتکه کې څنګ ته پر ناستې ښځې جنوري میاشت کې جنسي تېری کړی و.
۳۴ کلن پربهو رامامورتهي د هغې ښځې او خپلې مېرمن تر منځ الوتکه کې ناست و چې وايي د تېري پر مهال ویده وه.
د تېري ښکار شوې ښځه وايي، کله چې وېښه شوه د کالیو تڼۍ یې پرانیستې وې او دغه سړي یې پر بدن لاس تېراوه.
د امریکا ډیټروایټ ایالت کې محکمې ویلي، راما پربهو به د سزا له بشپړولو وروسته بېرته هند ته وشړل شي.
د ډیټروایټ ازادي رسنۍ په رپوټ کې راغلي، څارنوالانو د تېري کونکي لپاره د ۱۱ کلن زندان سزا غوښتنه کوله، خو د ځايي محکمې قاضي ټیرینس بیرګ وویل د دغه جرم لپاره چې نوموړي 'خورا جدي جرم ' وباله نهه کاله زندان سزا بسنه کوي.
په لومړي سر کې راما مورتهي د جرم له منلو انکار کاوه او پولیسو ته یې ویلي و، ده ځکه دغه تېری ځکه نه شو کولای چې په وینا یې دی خپله هم هغه مهال ویده و.
وروسته د مشي ګین یوې محکمې له خبرداري وروسته چې کېدای شي نوموړی وتښتي، راما مورتهی بې ضمانته ونیول شو.
څارنوالانو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته وویل، هغه د تېريګر جسني سپکاوي له تورونو سره نیول شوی دی.
د تېري ښکار شوې ښځې د 'سپریټ ' هوايي شرکت الوتکې عملې ته د الوتکې له کېناستو لږ مخکې د پېښې معلومات ورکړي.
د راما مورتهي مېرمن ادعا کړې وه چې د تېري ښکار شوې ښځه یې د مېړه پر زنګونونو ویده وه.
نوموړې دغه راز ادعا کړې وه چې دې او مېړه یې د الوتکې بله برخه کې د څوکیو غوښتنه کړې وه، خو د الوتکې عملې کسانو چارواکو ته ویلي، یوازې د تېري ښکار شوې ښځې د خپلې څوکۍ بدلون غوښتنه کړې وه.
د دوی په وینا کله چې هغه ښځه دوی ته ورغله، ژړل یې، د کالیو تڼۍ یې پرانیستې وې او دوی له هغه وروسته د الوتکې وروستۍ برخه کې یوې څوکۍ ته بوتله.








