تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډېلې: د بابري جومات پر ځای د مندر جوړولو لاریون
د هند په پلازمېنه ډیلي کې تر ۵۰ زرو ډېرو خلکو په یوه لاریون کې برخه اخېستې، چې د ایودیه په یوه لانجمنه سیمه کې د یوه هندو معبد د جوړېدو غوښتنه کوي.
دغه لاریون د هندوانو یوې سخت دریځې ډلې وربللی او پر حکومت یې غږ کړی، چې د محکمې پرېکړې ته دې نه په تمه کېږي او پخپل سر دې پر هغه ځای د مندر د جوړېدو امر وکړي، چې یو وخت پرې بابري جومات ودان و.
دا په پلازمېنه ډهلي کې د هندوانو د یوموټي والي د ښودلو لپاره مظاهره ده.
مظاهره چیان د واکمن بي جي پي ګوند په مشرۍ حکومت څخه غواړي چې داسې یو فرمان صادر کړي چې له مخې یې دوی په هغه ځای کې چې سپېڅلی یې ګڼي د مندر جوړولو چارې پیل کړي.
که داسې کېږي نو له دې سره به هغه قانوني دوسیه له پامه وغورځول شي چې له ډېرې مودې راهیسې روانه ده او تراوسه حل شوې نه ده. بل پلو مسلمانان هم غواړي چې د شپارسمې پېړۍ د بابري جومات پر ځای جومات جوړ کړي.
بابري جومات ۲۶ کاله وړاندې د هندو بلواګرو له خوا ویجاړ کړای شو چې ترې وروسته په هېواد کې بلواګانې وشوې او نژدي دوه زره کسان پکې ووژل شول. د ایودیه سیمه له کلونو راهیسې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ لانجمنه ده.
په تېرو څو میاشتو کې په دغه سیمه کې د مندر د جوړولو غوښتنې ډېرې شوې دي. خو ولې هندوان ایودیه سپیڅلې سیمه بولي؟
هندوان په دې باور دي چې د اوتر پردېش ایالت په دغه ځای کې د رام په نامه د دوی یو بګوان زېږیدلی و او د رام په نامه مندر جوړول پکې غواړي.
خو مسلمانان وايي دوی په دغه ځای کې له نسلونو راهیسې لمونځونه کړي دي. د دغه ځای ملکیت اوس له سترې محکمې سره دی او د هند لوی څارنوال تېر کال ویلي وو ښکېلې خواوې دې د مسلې د هوارولو لپاره خپلمنځي هڅې وکړي.