تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عربه شهزادګۍ: 'له پلار سره اختلاف تېښتې ته اړه کړم'
د دبۍ د واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم کورنۍ ویلي، لور یې شهزادګۍ لطیفه روغه او پخپل کور کې ده.
دغې کورنۍ په یوه خبرپاڼه کې چې د برتانیا "ګارډین" ورځپاڼې خپره کې ده، ویلي، ۳۳ شهزادګۍ لطیفه دبۍ کې ده.
د روان کال لومړیو کې شهزادګۍ لطیفې په انګلیسي ژبه پر یوټیوب یوه وېډیو کې ویلي وو، که له دبۍ نه په تېښته کې پاتې راشي، نو پرخپل ژوند وېرېږي یا به له ربړونې او ناسمې معاملې سره مخامخه شي.
دې غوښتل چې په یوه بېړۍ کې د هغې په ټکو "د خپلې ازادۍ او نوي ژوند" په پار له دبۍ وتښتي.
د فرانسې یوې ورځپاڼې مخکې ویلي وو، شهزادګۍ لطیفې د فرانسې د استخباراتو د یوه مخکېني جاسوس په مټ، چې د هغې ملګری و، د تېښتې هڅه کړې وه.
دغه مخکېني څارګر د دبۍ غوټه وهنې یوه شرکت کې کار کاوه.
په برتانیا کې " BBC 2" تلوېزیون د چارشنبې په ورځ د "له دبۍ نه تېښته: د تري تم شوې شهزادګۍ معما" په نوم یو ثبت شوی فلم خپور کړ.
وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان د دبۍ له چارواکو غوښتي وو چې د شهزادګۍ لطیفې ځایګی معلوم کړي.
ځینو عیني شاهدانو ویلي وو، شهزادګۍ لطیفې یوه لوکسه او قیمتي بېړۍ چمتو کړې وه، چې بهر ته وتښتي، خو د هند سمندر کې راوګرځول شوه.
له هماغه وخت راهیسې د هغې څرک ونه لګېد.
د فنلنډ تینا یوهیاینن چې د لطیفې ملګرې ده او غوښتل یې بېړۍ کې ورسره وتښتي، د بشري حقونو څار ډلې ته ویلي، د هند سمندر کې د بېړیو کاروباریانو د اماراتو د چارواکو په همکارۍ د مارچ پر پنځمه بېړۍ راوګرځوله.
پر یوټیوب یوه وېډیو خپره شوه، چې پکې د لطیفې په نامه یوې ښځې ادعا وکړه چې پلار یې هغه بندي کړې وه.
درې لوڼې په یوه نامه
شیخه لطیفه د دبۍ د واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم له ۳۰ اولادونو یوه ده، خو عجیبه دا ده چې د هغه درې لوڼې په همدې نامه دي.
په وېډیو کې ویل شوي، چې له خپل پلار سره په ۲۰۰۱ کال اختلاف ددې لامل شو چې مشره خور یې شمسة تېښتې ته اړه شوه.
هغه مهال رپوټونه وو چې شیخه شمسة په برتانیا کې له خپلې کورنۍ وتښتېده، خو تر موندل کېدو وروسته په یوه ځانګړې الوتکه کې دبۍ ته بېرته ستنه کړل شوه.
لطیفه په وېډیو کې وايي، د شیخه شمسة د دریځ یې په تاییدولو درې کاله بندي او سخته وربړول شوه.