پاکستان کې پر 'ګناه' مالیه؟

    • Author, فرحت جاوید
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد

د پاکستان روغتیا وزیر دوې ورځې مخکې یوه خبره وکړه، چې حکومت به اوس پر سګریټو او ګازي مشروباتو نوې مالیه لګوي چې د 'سین ټیکس یا ګناه مالیې ' نوم به ورکول کېږي.

که یوه لور ته دغه موضوع د پاکستان خواله رسنیو کې خورا ډېره شاربل کېږي، نو بل لور ته د پاکستان بازارونو او رستورانونو کې هم د بحث توده موضوع ده.

د اسلام اباد یوه محصل په دې اړه راته وویل:

''که سګریټ څکول ګناه دي، خو باید بندیز پرې ولګول شي، دا نو څه خبره شوه، چې ګناه دې کېږي، خو مالیه یې باید ورکړل شي. ''

ځینې ځوانانو خو تر یوه حده سګریټ 'کوچنۍ غوندې ' ګناه ومنله، خو ګازي مشروبات ولې ګناه بلل کېږي؟ د دوی په خبره څوک پرې نه پوهېږي.

سین ټیکس یا د ګناه مالیه که څه هم نوې نه ده، خو پاکستان کې یې تشریح د ډېرو لپاره د پوهېدو وړ نه ده.

دغه اصطلاح له دې مخکې د نړۍ یو شمېر هېوادونو کې د هغې مالیې لپاره استعمالېږي چې د شرابو په ګډون د مضرو موادو، پورنو ګرافۍ یا قیمار لپاره اخیستل کېږي.

دغه راز مالیه د برتانیا، امریکا په ګډون د نړۍ ځینې هېوادونو کې اخیستل کېږي. ۲۰۱۲ کال کې خو د روغتیا نړیوال سازمان هغه 'ګناه مالیه ' ډېره کامیابه وبلله چې فلپین حکومت د سګرېټو بدل کې اخیسته او د بیوزله خلکو پر درملنه لګول کېده.

دغه راز د سعودي عرب او متحدو عربي اماراتو په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو کې هم پر ځینې مصنوعاتو دغه راز مالیه اخیستله کېږي.

د پاکستان روغتیا وزیر وايي، په هند کې هم پر 'پان ' او تمباکو ځینې مصنوعاتو مالیه اخیستله کېږي، خو دې سره په ټوله نړۍ کې د دغې مالیې په اړه بحثونه هم کېږي.

یوه پاکستاني بي بي سي ته وویل:

''ایا یوازې ګازي مصنوعات او سګریټ ګناهونه دي؟ ګناهونه خو نور هم ډېر او لوی دي، هغه هم باید اعلان شي. ''

دغه راز ملیحه هاشمي پر ټویټر کاږي:

''که پر سګریټ څکونکو 'ګناه مالیه ' لګول کېږي، نو موږ غوندې کسانو ته به 'ثواب سبسډي ' راکول کېږي که نه، چې سګریټ نه څکوي؟

پاکستان کې یو شمېر خلک په دې اند دي، چې دغه هېواد کې د مذهب رنګ ورکول او د ثواب او ګناه پر کرښو وېشل مسایل افراطیت ته بیايي، ځکه دغه راز نومونه ورکول د دوی په خبره 'حماقت ' دی.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي، پاکستان د نړۍ له هغو ۱۵ هېوادونو یو دی چې د تمباکو استعمال اړوند ناروغۍ پکې تر نورو ډېرې دي.

پاکستان کې نژدې ۳۲ سلنه نارینه او شپږ سلنه ښځې تمباکو استعمالوي.

د ایس، ډي، پي، ای نومې غیر دولتي ادارې د ۲۰۱۸ شمېرې ښيي چې دغه هېواد کې هر کال له ۱۲۵ زره ډېر کسان د تمباکو استعمال له کبله مړه کېږي.