'امریکا د افغان جګړې ختمول غواړي، خو سرتېري نه وباسي'

"میلېټري ټایمز" خپرونه لیکي، د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس وايي امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره د لارو چارو په لټه کې ده، خو په نژدې راتلونکې کې له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د ویستلو تکل نه لري.

ښاغلي مټیس چې د رینګن په ملي دفاعي بنسټ کې یې وینا کوله، ویلي له هغو ۴۱ هېوادونو سره به امریکا څنګ په څنګ ولاړه وي چې لا هم په دې برخه کې په خپلې ژمنتیا ولاړ دي.

میلېټري ټایمز لیکي، د امریکا دفاع وزیر په دې اند دی چې طالبانو په خپلو بریدونو سره وښودله چې دوی د افغان وګړو ژوند ته ارزښت نه ورکوي، دوی پوهېږي چې د ټاکنو له لارې بریالي کېدای نه شي نو له دې امله دا ډله هڅه کوي د ټاکنو پر ځای ترهګرۍ ته مخه کړي.

ده ویلي استخباراتي راپورونه دا په ښکاره وايي چې که امریکا له افغانستانه ووځي نو د نړۍ شل ترهګرۍ ډلې چې په سیمه کې فعالې دي پر امریکا به بریدونه وکړي.

خو له دې سره سره جیمز مټیس وايي له طالبانو سره سوله تر ټولو غوره لاره او په دې اړه د امریکا ترڅنګ باید د سیمې په کچه هم هڅې وشي.

سیاسي روغه جوړه

دی وايي دفاع وزارت پنتاګون به د سیاسي روغې جوړې لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي او روغه جوړه په افغانستان کې د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو ډېره عملي او واقعي لاره ده:

"دې هندو" ورځپاڼو په افغانستان کې د ناقانونه وسله والو ډلو په اړه یوه مطلب کې د یوه زورواکي عبدالغني علیپور په اړه چې څو ورځو وړاندې ونیول شو، خووروسته بېرته په ضمانت خوشی شو، لیکي حکومت داسې مهال د زورواکو او ناقانونه وسله والو ډلو مشرانو ګرېوان ته لاس اچولی چې له طالب وسله والو سره هم په جګړه کې ښکېل کې دي، خو ددې مطلب لیکوال وايي ځینې خلک ددغو ناقانونه وسله والو ملاتړ په دې پلمه کوي چې ګواکې له طالبانو سره جګړه کوي.

دې هندو لیکي په افغانستان کې ډېر داسې شوي چې ځايي زورواکي د امنیت خوندي کولو په پلمه واک تر ګوتو کوي او په تېر کې نړیوالو د سیمه ییز وسله والو ډلو ملاتړ کړی چې له طالبانو سره جګړه وکړي او په ځینو سیمو کې یې ښه پایله هم لرلې ده.

اماراتۍ ورځپاڼې "ګلف نیوز" لیکلي، یوه افغان چې محمد سعید نومېږي او په دغه هېواد کې دنده لري د شپږ کیلومتره په اوږدوالي د متحده عربي امارات بیرغ پر یوه دېوال ځړولی، ده ویلي دا تر ټولو اوږد بیرغ د متحده عربي اماراتو د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت ددغه هېواد وګړو ته ډالۍ کوي.

ګلف نیوز لیکي، دغه افغان دا بیرغ د خپلو ملګرو په مرسته د هغه دېوال په اوږدو کې ځړولی چې د دبۍ او ابوظبي ښارونو ترمنځ د لویې لارې په خواکې جوړ شوی دی.