د سریلانکا ډله ییز قبر: کورنۍ جګړه کې د ۲۳۰ وژل شویو کوپړۍ د چا دي؟

    • Author, انباراسان اتیراجان
    • دنده, منار کې د بي بي سي خبریال

په سریلانکا کې کارپوهان وايي، د روان کال لومړیو کې ددغه هېواد شمال لوېدیځ منار ښار په یوه ډله ییز قبر کې، چې د ۲۳۰ کسانو کوپړۍ پکې وې، په دې هېواد کې تر ټولو لوی ډله ییز قبر دی.

په دې ډله ییز قبر کې چې سیمه کې مخکې جکړه شوې وه، تر تېرې اګسټ میاشتې پورې د ۹۰ کسانو مړي موندل شوي شوي وو، خو اوس د موندل شویو شمېر هلته ۲۳۰ ته رسېدلی دی.

د بشري حقونو ملاتړې ډلې وايي، ددغه هېواد په کورنۍ جګړه کې چې په ۲۰۰۹ کال کې پای ته ورسېده، لږترلږه ۲۰ زره کسان تري تم شوي دي.

دې کورنۍ جګړې ټیک ۲۶ کاله دوام وکړ چې د بېلتونپالو تامیلیانو او د دغه هېواد د پوځ ترمنځ وه. په یاده جګړه کې لږترلږه ۱۰۰ زره کسان ووژل شول.

د روان کال لومړیو کې کارګر یوه ودانۍ کې په کیندنو بوخت وو چې ګڼ مړي یې په یوه ډله ییز قبر کې وموندل. وروسته یوې محکمې حکم وکړ چې د مړیو د موندلو سیمه دې نوره هم وپلټله شي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې قربانیان څوک دي او څه ډول وژل شوي.

د سریلانکا کلانیای پوهنتون لرغونپوه پروفیسر راج سومادوا ویلي: "موږ تر ننه ۲۳۰ مړي له سیمې ایستلي دي. زما د تجربې له مخې دا په سیمه کې تر ټولو لوی موندل شوی ډله ییز قبر دی."

د کیندنو اړوندو متخصصینو په وینا، د انسانانو د بدن د غړو سربېره، هلته اوسپیز او خټین توکي او همدارنګه د ځینو قربانیانو له مړو سره د سینګار توکي هم موندل شوي:

"تیک او پرک هډوکي په سختۍ سره ښکاري چې له دوی سره زورزیاتی شوی. ځینې هډوکي بیخي ورک شوي دي."

تامیل لږکي په منار ښار کې اکثریت دي او ددې ډلې مشران وايي د یادې سیمې سلګونه وګړي په کورنیو جګړو کې تري تم شوي دي.

په داسې حال کې چې منار په کورنیو جګړو کې تر ډېره د سریلانکا د پوځ تر واک لاندې و، د تامیل پړانګانو اورپکي یې پر شاوخوا سیمو واکمن وو. په پای کې د سریلانکا امنیتي ځواکونو له خونړیو جګړو وروسته دا سیمې ونیوې.

له ډله ییزو قبرونو رایستل شوي مړي او کوپړۍ منار کې محکمې ته سپارل شوي.

سریلانکا کې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته د جګړې په سیمو کې ځینې ډله ییز قبرونه وموندل شول.

د بشري حقونو ملاتړې ډلې باوري ديچې پوځ او تامیل پړانګان سریلانکا کې د ولسي وګړوي ددغو پراخو وژنو مسؤول دي.

د سریلانکا حکومت د ولسي وګړو وژنو او تري تم کېدو کې د پوځیانو لاس لرل رد کړي دي.

د روان کال لومړیو کې د سریلانکا حکومت له کلونو نړیوالو فشارونو وروسته ومنله چې ددغه هېواد په کورنۍ جګړه کې د ورکو شویو خلکو د برخلیک معلومولو لپاره یو خپلواک بنسټ جوړ شي.

دغه بنسټ په یاده سیمه کې د کیندنو یوه اندازه لګښت پرغاړه اخیستی.