سریلانکا کې د مسلمانانو پرضد بریدونو اندېښنې راټوکولي

سریلانکا کې د مسلمانانو په کارځیو او عبادتځیو له څو بریدونو وروسته د دغه هېواد کابینې بېړنۍ حالت اعلان کړي.

تېرو څو ورځو کې د مسلمانانو پر څلورو جوماتونو او یو شمېر کاروباري مرکزونو بریدونه شوي دي او د یوه سوځل شوي مسلمان د مړي له موندل کېدو وروسته د مذهبي تاوتریخوالي ډېرېدو اندېښنې راپورته شوې دي.

بي بي سي هغه لاملونه ډاګیزوي چې له مخې یې دا بریدونه شوي.

وايي اونۍ وړاندې د سریلانکا سیلاني سیمه کینډي کې د ترافیک له امله څو مسلمانو ځوانان یو بودايي وواژه.

تېره اونۍ ایمپاره کې د یوه مسلمان د دوکان د ستونزې له امله د دوی پرضد تاوتریخوالی وشو.

پر ۲۰۱۴ کال هم ورته پېښې شوې چې څلور کسان پکې ووژل او په لسګونو ټپیان شول.

په هغه کال پر یوه بودايي توندلاري مذهبي مشر د ستونزو جوړولو تور لګول شوی و.

په یوه ویډیو کې دغه مذهبي مشر د مسلمانانو او بودایانو ترمنځ د تاوتریخوالي په ختموونکو بد ویل.

د پخواني ولسمشر راجه پکشا په واکمنۍ کې یوه بودايي تنظیم بودو بالاسینا د مسلمانانو پرضد پر لاریونونو تورنېږي.

د سریلانکا مسلمانان

د سریلانکا وګړو کې د مسلمانانو سلنه ۹ ښودل کېږي او ویل کېږي تېر څه مهال د دې لږکیو مذهبي جذبه او دودپالنه زیاته شوې ده.

د توندلارو مسلمانانو په روزلو کې هغه جوماتونه او مدرسې رول لري چې سعودي عربستان او نور خلیجي هېوادونه بسپنه ور کوي.

خو د دا ډول ادارو شمېر معلوم نه دی.

د خواله رسنیو رول

د مسلمانانو پرضد ګنګوسو خپرولو او بریدونو لپاره فیسبوک هم کارول کېږي.

د ځینې چارواکو په خبره، ګنګوسې او غوسه پاروونکې ویناوې په دې تاوتریخوالي کې مهم رول لري.

د سریلانکا لومړي وزیر دا ستونزه پارلمان کې را پورته کړې ده.

ولې بېړنی حالت اعلان شو؟

کینډي کې ډېر پولیس وو، خو بیا هم تاوتریخوالی وشو.

سیاستوال وايي، پولیس یا خپل مسوولیت نه په ځای کوي یا د دې تاوتریخوالي د مخنیوي واک نه لري.

ځکه د دې تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره پوځ ته اړتیا شوه.

دا د تاوتریخوالي زیاتوونکو ته هم دوه ډوله پیغام دی.

سریلانکا کې له ۲۰۱۱ کال وروسته دا لومړی بېړنی حالت دی.

نړیوال غبرګون

کولمبو کې د امریکا او برتانیا سفارتونو په دغه تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې.

کولمبو کې د هند او بنګله دېش ترمنځ د کرېکټ سیالۍ امنیت نور هم زیات شوی دی.

دا لوبغالی د مسلمانانو په سیمه کې دی.