تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سریلانکا کې د مسلمانانو او بودایانو تر منځ تاوتریخوالی
د سریلانکا سویل کې د مسلمانانو او بودایانو تر منځ له تاوتریخوالي وروسته امنيتي ځواکونه سیمې ته لېږل شوي او پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی دی.
له یوې ترافیکي پېښې وروسته ګالي سیمه کې بلوا پیل شوه او چارواکي وايي ۱۹ کسان په دې تړاو نیول شوي دي.
پر یو شمېر کورنو او کاروباري مرکزونو بریدونه شوي او زیان ورته اوښتی دی. چارواکو ویلي اوس یې دغه فرقه ییز تاوتریخوالی کابو کړی دی. د قانون وزیر ساګالا رتنایکا په وینا:
''د امنیت ټینګښت لپاره پر دوېمه شپه اضافي پولیس او پوځیان سیمې ته استول شوي دي. ''
نوموړي دغه راز خلکو ته خبرداری ورکړی، چې پر خواله رسنیو د مذهبي تاوتریخوالي له خپرولو ډډه وکړي. د پارلمان غړي مانوشا نانیاکارا بي بي سي ته ویلي، لس موټرونه ویجاړ شوي دي او ډېری دغه موټرونه د مسلمانانو وو.
دغه راز پر ۶۲ کورونو او کاروباري مرکزونو بریدونه شوي دي. د نوموړي په خبره د تاوتریخوالي زیاتېدو مخنیوي لپاره د ګهیځ له شپږو د ماښام تر شپږو بجو پورې سیمه کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی دی.
د بلوا دغې پېښې د یوه سنهالي موټر سایکل چلوونکي او یوې مسلمانې ښځې تر منځ له ټکر وروسته پیل شوې.
پولیس وايي یو شمېر کسان یې پر خواله رسنیو د دروغ ګنګوسو خپرولو له کبله نیولي دي.
په یوه نژدې سیمه کې درې کاله مخکې د ورته پېښو له کبله زرګونه کسان له خپل کور، کلي تښتېدلي وو.