د شاهد اپریدي سیاسي څرګندونو سخت غبرګونونه پارولي

شاهد اپریدی

د عکس سرچینه، Getty Images

د کشمیر پر موضوع د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي څرګندونو یوه غوغا جوړه کړې. شاهد اپریدي وړاندیز کړی و، چې کشمیر د هند یا پاکستان برخه کېدو پر ځای باید ځانګړی هېواد شي.

نوموړي پرون برتانیا کې وویل:

''زه وایم پاکستان کشمیر نه غواړي او هند ته یې هم مه ورکوئ، بلکې کشمیر باید ځانګړی هېواد شي، لږ تر لږه بشریت خو به ژوندی پاتې شي، پاکستان یې نه غواړي، پاکستان خپلې څلور صوبې نه شي سمبالولی. ''

شاهد اپریدی

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي زیاته کړه:

''هلته خلک مري، له سخت وخته تېرېږي، هر چېرې چې انسانان وژل کېږي، که د هر مذهب منونکي وي، دا د ځور سبب کېږي. ''

د نوموړي دغه څرګندونې سملاسي پر خواله رسنیو لاس پر لاس شوې او د هند ځینې رسنیو ادعا وکړه، چې ګواکې شاهد اپریدی غواړي ووايي، پاکستان باید د کشمیر ملکیت له ادعا لاس پر سر شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

شاهد اپریدي له دې وروسته یوه ټویټر پیغام کې وویل، هندي رسنیو یې خبرې ناسې خپرې کړې دي. نوموړي پر ټویټر ولیکل:

''زما د خبرو ویډیويي کلیپ بشپړ نه دی او له اصلي موضوع اوښتی دی، ځکه دې کې هغه خبرې نه شته، چې ما له دې مخکې کړې.

کشمير داسې قضیه ده، چې حل شوې نه ده او هند پرې ظالمانه ولکه ټینګه کړې. دغه قضیه باید د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو سره سمه حل شي.

زه او هر بل پاکستانی د کشمیر ازادۍ مبارزې ملاتړ کوي. کشمیر د پاکستان برخه ده. ''

نوموړي یوه بل ټویټر پیغام کې وویل:

''هندي رسنیو زما خبرې ناسمې خپرې کړې. زه له خپل هېواد سره مینه کوم او د کشمیریانو د مبارزې قدر کوم او دوی باید خپل حق تر لاسه کړي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

غبرګون

پر خواله رسنیو د دغې موضوع په اړه پراخ غبرګون ښوول شوی.

سهیل چیمه نومي ټویټر کاروونکي لیکلي:

''شاهد اپریدی په هندي مارکیټ یا بازار کې ځای موندلو ته لیوال دی. دی غواړي د شخصي هدفونو لپاره هندیان خوشحاله کړي.

کرېکټ یې د ځان لپاره کولو اوس چې د کرېکټ له میدانه بهر شو، د هندیانو خوشحالولو لپاره د هېواد عزت سبوتاژولو چټله لوبه کوي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

له اسلام اباده عزیز علي سید لیکلي:

''شاهد اپریدی په خپلو خبرو کې نه فلسفیانه ښکاریده او نه هم پر ځان باوري، بلکې له حده د ډېر باور څرګندونه یې کوله، چې له کبله یې پاکستان بې عزته کړه او د هند پر وړاندې یې پر موږ ټولو ملنډې ووهلې. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4

د هند تر کنترول لاندې کشمیر پخواني اعلی وزیر عمر عبدالله لیکلي:

''زه نه پوهېږم هندي رسنۍ د شاهد اپریدي د خبرو له کومې برخې خوشحال دي. هغه خبرې هېرې کړئ، چې د پاکستان څلورو صوبو په اړه یې وکړې، هغه برخه یې چې ما په څرګنده ولیده دا ده، چې هغه په څرګنده د کشمیر خپلواکۍ ملاتړ کاوه او د بشري حقونو تر پښو لاندې کول یې غندل، دا د هند بری څنګه شو؟ ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 5
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 5

له پاکستانه فائقه نومې ټویټر کاروونکې لیکلي:

''ما ته د شاهد اپریدي هېڅ یوه خبره ناسمه نه ښکاري. موږ رښتیا خپلې څلور صوبې نه شو سمبالولی. ناسمه حکومتولي، فساد، بیوزلي، موږ کوم د جنت باغونه دلته کرلي دي، د هغوی لپاره، هو کشمېر دې ازاد شي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 6
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 6

شاهد اپریدي له دې مخکې ۲۰۱۶ کال کې هم د کشمیر پر موضوع خبرې کړې.

نوموړي د هند موهالي کې له کرېکټ لوبې وروسته ویلي و، چې کشمیر کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې ډېر مینه وال شته.

هندي رسنیو کې هغه مهال پر نوموړې یو شمېر کسانو نیوکې کړې وې.