تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند: د ښو او بدو طالبانو توپير 'نه شته'
د هند د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو پروړاندې د دغه هېواد د 'پاموړ دریځ بدلول' رد کړي او وايي چې مسکو کې له طالبانو سره ناسته کې د هند او طالبانو ترمنځ هېڅ ډول 'مستقیمې خبرې' نه دي شوې.
د روسیې پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې په تړاو د سولې فارمټ په نامه غونډه کې طالب استازي د سولې شورا له غړو سره پر یوه مېز کښېناستل.
په دې ناسته کې د هند، ایران، چین او پاکستان استازو هم ګډون درلود.
د هند د دولت مخالفو ګوندونو په دې خبرو کې د هند ګډون د طالبانو پر وړاندې د دغه هېواد 'د دریځ پاموړ بدلون' بللی، خو د هند دولت ویلي، د دواړو اړخونو ترمنځ هېڅ کوم ډول مستقیمې خبرې نه دي شوې.
د مسکو ناسته کې پاکستان او افغانستان کې د هند پخوانیو سفیرانو هم ګډون درلود او د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې خبرو کې د هند ګډون د نا رسمي چارواکو په حد کې پاتې شوی.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر عباس ستانکزی او پنځه نور طالب استازي د حاجي دین محمد په مشرۍ د سولې د عالي شورا درې غړو مخامخ خبرې وکړې.
د افغانستان دولت ویلي، په دې غونډه کې یې حضور رسمي نه و او د سولې شورا د یوه خپلواک بنسټ په توګه ګډون پکې کړی و.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، هېواد یې له طالبانو سره خبرې نه دي کړې او یوازې د روسیې په کوربتوب یې د افغانستان په اړه ګډون کړی.
یادې سرچینې ویلي: ''د افغانستان په اړه هر ډول خبرو کې د هند دریځ او ګډون ددغه هېواد د منتخب دولت په بڼه دی او د ښو او بدو طالبانو ترمنځ هېڅ توپیر نه شته.''
د طالبانو له حضور پرته د مسکو لومړۍ ناسته کې د افغانستان د حکومت یو رسمي پلاوي هم ګډون کړی و، خو دا ځل د افغانستان د حکومت هېڅ کوم رسمي چارواکی دغې ناستې ته نه و تللی.