تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عربو او اسرائیلو تازه اړیکو فلسطینیان اندېښمن کړي
- Author, یولنډه نېل
- دنده, بي بي سي فلسطین
اسراییلي مشران زیات وخت وايي، چې هېواد یې یوه سخت ځای کې پروت دی.
د اسراییل له جوړېدو راهیسې دوی له ګاونډيو هېوادونو سره لانجمن ګاونډیتوب لري، خو په دا وروستیو کې یې له عربي نړۍ سره د دوستۍ نښې لیدل کېږي.
د تېرې میاشتې په وروستیو کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو له خپلې میرمنې سره د عمان د پاچا لیدو ته په ناڅاپي ډول ورغی.
دې لیدنې اته ساعته دوام وکړ او دا په تېرو دوو لسیزو کې د خپل ډول لومړنۍ لیدنه ده.
د شپې لخوا ډېره عالي ډوډۍ او د عمان دودیزهموسیقي وه او مهمه دا چې ښاغلي نتنیاهو خپلې کابینې ته وویل،" دا خبرې ډېرې مهمې وې" او د دې ډول نورو سفرونو ژمنه یې هم وکړه.
د ده د خبرو پر مهال اسراییل د سپورت او کلتور وزیره میري ریجی د اماراتو په مرکز ابوظبی کې د جیدو نړیوالو سیالیو ننداره کوله.
دې هغه وخت وژړل چې یوه اسراییلي لوبغاړي د طلا میډال وګاټه او عرب جزیره کې د اسراییلو ملي سرورد وغږېد.
عرب جزیره کې داسې څه له دې پخوا لیدل شوي نه و.
له دې وروسته یوه بل اسراییلي چارواکي د اماراتو د دبۍ ښار د سولې او منیت په اړه غونډه کې په خبرو ولیدل شو.
د عرب خلیج هېوادونو او اسراییل ترمنځ د اړیکو دا لړۍ روانه ده او دا تېرو ورځو کې د اسراییل د ټرانسپورت وزیر د عمان په پلازمېنه مسقط کې و چې د عربي ملکونو او اسراییلو ترمنځ پر پټلۍ جوړېدو خبرې وکړي.
دا هرڅه په داسې مهال دي، چې اسراییل له عمان او متحده عربي اماراتو سره ډيپلوماټیک اړیکي نه لري.
ایران کنټرولول
د نورې عربي نړۍ په څېر خلیجي هېوادونو هم پر ۱۹۴۸ کال د اسراییل په رامنځ ته کېدو له دغه هېواد ځانونه لرې وساتل.
پخوانی اسرایيلی ډيپلوماټ دور کولډ وايي، " دغه لیدنې زیاتې مهمې دې ځکه چې دا ګنګل شوي اړیکي غوړوي"
د عرب خلیج او اسراییلي چارواکو له کلونو راهیسې یو بل سره لیدل دوی یو بل پېژندل خو په سړو اړیکو او یو بل ته لیواله نه وو. تر هغه چې دې بل پړاو ته ورسېدل او اوس هر څه د بدلیدو په حال کې دي.
د دوی ګډه اندېښنه ایران دی او په همدې ټکي کې سره یو غږ دي.
اسرییل لکه نور خلیجي هېوادونه ایران ته د داسې ځواک په سترګه ګوري، چې منځنی ختیځ بې ټیکاوه کولی شي.
ایران په نيغه د سوریې او عراق په مسلو کې لاسوهنه کوي. په یمن کې د وسله والو مخالفاو ملاتړ کوي، په لیبنان کې د حزب الله تر شاه ولاړ دی او په فلسطین کې د فلسطین اسلامي جهاد ډلې مرسته کوي.
د ټرمپ اداره چې هڅه کوي ایران لا تر خپل اغیز لاندې راولي په خلیج کې د خپلو ملګرو هېوادونو او اسراییل ترمنځ د اړیکو ښه کول غواړي.
د فلسطینیانو اندېښنه
د خلیجي هېوادونو او اسراییل ترمنځ زیاتېدونکي اړیکي، نوې ټلوالې او د ډونلډ ټرمپ ژمنه- چې د اسراییل عرب کړکېچ د اوارولو لپاره د دې پېړۍ تر ټولو لوی تړون پلان لري- فلسطینیان اندېښمن کړي دي.
فلسطین له دې هم اندېښنه لري چې د ټرمپ اداره پر دوی د فشار اچولو لپاره سعودي، متحده عربي اماراتو او د سیمې نورو هېوادونو ته سترګې نیولې، چې فلسطین د سولې یوې داسې هوکړې ته اړ کړي کومه چې پخوانۍ هیلې یې نیمګړې پاتې شي.
د فلسطین ازادي غوښتونکي غورځنګ یو مشر حنان عشروي وايي:
"دا هڅې خطرناکې دي چې اسراییل سیمه کې عادي شی، خو له فلسطین سره اړیکي عادي نه کړي او په سیمه کې د یوه اشغالګر په توګه پاتې شي."
حنان عشروي وايي، اوسنۍ هڅې د سولې هغه تړون زیانمنوي چې د عرب ټولنې ۲۲ هېوادونو په ۲۰۰۲ کال کې لاسلیک کړی دی.
د هغه تړون له مخې له اسراییل له عربي نړۍ سره یوازې هغه مهال عادي ډيپلوماټیک اړیکي لرلی شي، چې د ۱۹۶۷ کال نیولیو ځمکو ووځي.
دمګړۍ مصر او اردون هغه عرب هېوادونه دي چې اسراییل په رسمیت پيژني.
د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولې بهیر د اوږمهال لپاره ډېر له کړکېچ سره مخ و خو تېر کال هغه وخت لا ډېر بې خونده شو، چې د امریکا ولسمشر بیت المقدس د اسراییل پلازمېنې په توګه وپېژاند.
فلسطینیان دا ښار خپله پلازمېنه بولي او د ولسمشر ترمپ پرېکړه یې ونه منله.
دوی له واشنګتن سره اړیکي پرې کړل.
خو لا هم د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازي جیسون ګرین بیلټ ډيپلوماټیکې هڅې کوي او عمان ته د لومړي وزیر سفر ستایي.
ده په خپل ټویټر کې لیکلي: دا ګام د سولې په تړاو زمونږ هڅو ته ګټور دی او د اسراییلو، فلسطین او د ګاونډیانو ترمنځ د امنیت او هوساینې لپاره ضروري دی.
عرب کوڅې
د شنونکو په اند، په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د خبریال جمال خاشقجي وژنې د سولې په بهیر کې د ریاض منځګړتوب له شکونو سره مخ کړی و، خو د جمعې په ورځ د اسراییل لومړي وزیر خبرې ډاګیزوي چې د سعودی ولعهید محمد بن سلمان ملاتړ کوي.
ښاغلی محمد د خاشقجي په وژنه کې په لاس لرلو تورن دی خو دی دا خبره ردوي.
ده وویل: د خاشقجي وژنه وحشتناکه وه، خو بیا هم سعودي کې بې ټیکاوي پیدا کېدل نه غواړي، ځکه لویه او اصلي ستونزه ایران دی.
بحرین د اسراییلو دا دریځ داسې وستايه لکه عمان یې چې د نتن یاهو په کوربتوت ستایلی و.
هیله بښونکې نښې
په سیمه کې دې ټولو نښو نښانو اسراییلو ته یو عادي وضعیت ور بښلی او دې چارې نه یوازې اسراییلی ولس خوشال کړی بلکې د ښاغلي نتن یاهو سیاسي مخالفانو هم له خلیجي هېوادونو سره د نوموړي وروستۍ پرمختیا ستایلې ده.
خو له سولې تړون پرته د هغه عرب ولس زړه ګټل ډېر ګران دي، ځکه فلسطین ورته په یوه حساسه مسله بدل شوی دی.
اوس نو د دې احتمال ډېر کم دی چې عربي نړۍ په ټوله مانا ژر له اسراییل سره غاړه غړۍ شي.
ځکه موږ باید د دواړو لورو د دا ډول ډېرو خپلمنځي بلنو او تودو هرکلیو تمه ولرو.