تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له عمران خان چا سوالګر جوړ کړ؟
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
د پاکستان دولتي ټلويزيون يوې تېروتنې خواله رسنيو کې د پاکستان پر لومړي وزير عمران خان ملنډو ته لار پرانيسته.
لومړي وزير عمران خان د چين واکمن کمونست گوند انسټيټوټ ته وينا اوروله او دا وينا يې پاکستان کې د دولتي ټلويزيون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېدله.
د ټلويزيون پر پردې د چين د پلازمينې نوم بېجينگ چې ښاغلي خان پکې وينا کوله په تېروتنې د انگريزۍ ټکى بېگڼگ ليکل شوى و چې مانا يې درويزه يا سوال کول دي.
دې تېروتنې ځکه ځان ته ډېر پام واړوه چې ښاغلي خان چين ته د خپل سفر په ترڅ کې چې د پاکستان ستر مالي ملاتړی بلل کېږي د خپل هېواد د اقتصادي ستونزو يادونه وکړه.
د ټلويزيون پر پرده د بېگېنگ يا درويزې ټکى شلو ثانيو لپاره وکتل شو خو دومره بس و چې پر خواله رسنيو د بېگېنگ هشتگ جوړ شي او خلک پرې طنزيه تبصرې وکړي.
پر عمران خان ملنډې
د عبدالله نعيم په نوم يوه ټوېټر کارن لکيلي "ان ملي ټلويزيون پر عمران خان ملنډې وهي او وايي درويزه يا سوال کوي."
د نعمان مسعود په نوم بل ټوېټر کارن ليکلي "کله چې د پي. ټي. وي د چلولو لپاره متقاعد پوځي افسران ټاکئ نو داسې قصدي تېروتنې کېږي."
د ډاکټر سيد ابو زر په نوم يوه بل کس پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي "زموږ مشر سوال کوي الحمدالله"
مريم بيا پر خپله ټوېټر پاڼې ليکلي " زه داسې يو لومړى وزير غوره گنم چې د خپلو خلکو او هېواد لپاره سوال وکړي د داسې يو لومړي وزير پر ځاى چې د خپل جيب ډکولو لپاره درويزه کوي".
د راگف په نوم يو ټوېټر کارن بيا وايي "نن شپه به يو کس له دندې شړل کېږي."
د تلوېزون ځواب
د پاکستان دولتي ټلويزيون پي. ټي. وي دغې ټيپي تېروتنې ته په اشاره پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي:
"په بيجينگ کې د لومړي وزير عمران خان د وينا ژوندي خپرولو پر مهال يوه ټيپي تېروتنه وشوه چې د شلو ثانیو لپاره د ټلويزيون پر پرده وه او بيا وروسته لرې کړل شوه. دا پېښه د خواشينۍ وړ ده او له مقرراتو سره سم د اړوند کسانو پر ضد سخت گام اخيستل شوى."
عمران خان په يوه رسمي سفر چين ته تللى او له هغه هېواده پاکستان کې د مالي کړکېچ هواري لپاره د ميلياردونو ډالر مرستې ترلاسه کولو هڅه کوي.