اشرف غني د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کمپاین ته له څه کار اخلي؟

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

ډان ورځپاڼې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني بيا نوماندۍ ته کتنه کړې او وايي ولسمشر غني غواړي دا ځل ځان د داسې يوه نوماند په توگه څرگند کړي چې افغانستان کې روانه اوولس کلنه جگړه ختمولی شي.

د ورځپانې په وينا ولسمشر غني به له طالبانو سره د خبرو روانو هلو ځلو کې په خپلو ټاکنيزو هلو ځلو کې گټه پورته کړي چې تراوسه پکې مثبتې نښې نښانې تر سترگو شوې دي.

ورځپاڼه وايي دا لا مالومه نه ده چې ولسمشر غني به په خپل نوي ټاکنيز ټکټ کې څوک د ځان ملگرى کوي او دا هم نه ده مالومه چې څوک به يې پر وړاندې ودرېږي.

ورځپاڼې دې موخې لپاره اجراييه رييس عبدالله عبدالله او د امنيت شورا پخواني سلاکار حنيف اتمر د باالقوه يا شونو نوماندو له ډلې ياد کړي دي.

ورځپاڼه وايي د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم دې دندې ته وړاندې لېوالتيا ښوولې وه.

دې واير:

هندۍ د واير برېښنايي ورځپاڼه مسکو کې د افغانستان په تړاو کېدونکې غونډې ته په اشاره ليکلي، هند لا په دغه غونډه کې د گډون پرېکړه نه ده کړې. ورځپاڼه وايي دا د سولې خبرو ته د طالبانو راوستو لپاره د مسکو دويمه هڅه ده.

ليکوال وايي په تېر اگست کې وروسته له هغه چې روسيې د مسکو غونډې ته د گډون بلنه ورکړه او افغان حکومت يې بلنه و نه منله په تېرو دوو مياشتو کې د دغې غوټې د پرانيستنې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ گڼ سفرونه شوي دي.

ورځپاڼه وايي د مسکو په وينا ١١ هېوادونو ته بلنليکونه استول شوي خو دا يې نه دي ويلي چې څو هېوادونو بلنه منلې.

ورځپاڼې د افغان رسنيو رپوټونو ته هم اشاره کړې چې وايي که دا غونډه د افغان حکومت له گډون پرته وشي اغېز به ونه لري.

ورځپاڼه زياتوي چې افغان چارواکي طالبانو سره د روسيې د ملاتړ له امله په څرکنده خپله غوسه په ډاگوي.

روسيې البته ويلي چې طالبانو سره يې اړيکې نيولې خو دوى ته کومه مرسته نه کوي.

ورځپاڼه وايي هند د افغان حکومت په مشرۍ د سولې بهير ملاتړ کوي نو که د مسکو غونډه کې د افغان حکومت استازي نه وي نو د هند لپاره به هم گډون گران وي.

نيويارک ټايمز:

ر
د عکس تشریح، اسیه بي بي پر ۲۰۱۰ کال په مرګ محکومه شوې وه، خو تېره اونۍ سترې محکمې د هغې دا سزا وبښله

نيويارک ټايمز د اسيه بي بي د حقوقي وکيل سيف الملوک په تړاو ليکلي، وروسته له هغه چې نوموړي د مرگ گواښونو له امله له پاکستان وتښتېد د هغه د ځاى ځايگي په اړه څه نه دي ويل شوي او ټيليفون يې هم بند دى.

نيويارک ټايمز د ايټاليوۍ کورېر دېلا سيرا ورځپاڼې يوه رپوټ ته په اشاره ليکلي چې ښاغلى ملوک د روم له لارې امستردام ته خوځېدلى دى او ټاکل شوې د روانۍ میاشتې په اوږدو کې امستردام کې يوه کنفرانس ته وينا وکړي او بيا لندن کې مېشت شي.

د ورځپاڼې په وينا د اسيه بي بي ميړه عاشق مسيحي او د نوموړې بچيان د اکتوبر په نيمايي کې له برتانيا پاکستان ته ستانه شوي و او د هغې د خوشې کېدو انتظار يې کاوه.

ورځپاڼه وايي فرانسې او اسپانیا دوى ته د پناه ورکولو وړانديز کړى.