افغان ټاکنې؛ افغانستان کې ځوانې ولسواکۍ ته نوې هیلې

ر

د عکس سرچینه، Zia ZamzamCopyright: Zia Zamzam

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

ډیپلوماټ خپرونې د افغانستان د ټاکنو په تړاو لیکلي په دا ډول شرایطو کې په ټاکنو کې د میلیونونو کسانو ګډون دا ښيي چې د افغانستان ځوانې ولسواکۍ یا ډیموکراسۍ ته هیلې شته چې راتلونکی به یې روښان وي.

د خپرونې په وینا له امنیتي او تخنیکي ستونزو سره سره د ولسي جرګې په پرونیو ټاکنو کې د افغانانو ګډون ډېر د پام وړ و.

د دې خپرونې خبریال د رایو ورکولو څو مرکزونو ته تللی او لیکي ویې لیدل چې هلته خلکو له څو ساعتونو انتظار کړی و چې خپله رایه وکاروي.

بایومتریک هغه بله ستونزه وه چې دغه خپرونه یې یادوي او وايي، د ټاکنو کمیسیون کارکوونکي یې په کارولو سم نه پوهېدل.

ټایمز اف انډیا هم د افغانستان د ټاکنو په تړاو یو مطلب خپور کړی.

د دې مطلب ترڅنګ ورځپاڼې په خپله انټرنیټي پاڼه کې یوه ویډیو هم خپره کړې ، ترڅنګ یې په خپاره شوي مطلب کې ویل شوي چې ان په نارامو ولایتونو کې نر او ښځو په ټاکنو کې برخه واخیسته او د طالبانو ګواښونه خلکو په دغه ورځ له پامه غورځولي و.

سعودۍ ورځپاڼې لیکلي سرچینو ورته ویلي چې استانبول ته د خبریال جمال خاشقجي د نیولو او هېواد ته د راستنولو لپاره لیږل شوې ډله د سعودي د استخباراتو د مرستیال احمد العسیري له خوا جوړه شوې وه.

دغه چارواکي د سعودي مشرتابه د هغه امر پر بنسټ دا کار کړی چې له مخې یې سعودي مخالفان هڅول کیږي چې هېواد ته ستانه شي، خو د ورځپاڼه وايي د خاشقجي په قضیه کې د سعودي مشرتابه له دې ګامه خبر نه و.

ورځپاڼه لیکي پلان دا و چې خاشقجي به نیول کیږي او له ستانبول د باندې په یوه ځای کې به ساتل کیږي. خو کله چې خاشقجي د ورځپاڼې په وینا له همکارۍ انکار کوي او شور کوي نو د غږ چوپولو لپاره یې خوله بندیږي اخ و ډب پيښیږي او پايله کې یې دی مري.

خو وروسته له هغه چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر دا ومنله چې خاشقجي وژل شوی الشرق الاوسط ورځپاڼې خبر ورکړ چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د هغه د زوی محمد چې ولیعهد هم دی د جمال خاشقجي کورنۍ سره خواخوږي وښودله.

ورځپاڼه لیکي پلار او زوی په جلا توګه د خاشقجي له زوی صلاح خاشقجي سره خبرې وکړې او هغه ته یې تسلیت ووایه. ورځپاڼه لیکي صلاح په خپل وار سره ګواکې د هغوی له خواخوږۍ مننه وکړه.