تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندي معبد ته ښځې نه ورپرېښودل کېږي
د هند کېرالا ایالت کې د سترې محکمې له پرېکړې وروسته د سباریمالا نومي مندر یا معبد دروازې لومړی ځل د هر عمر ښځو پر مخ پرانیستلې شوې.
خو دغه معبد ته لا هم ځکه هېڅ یوه ښځه نه ده ننوتې، چې قهرېدلو احتجاج کونکو یې مخه نیولې.
خبریاله کوېتا جګدال او مدني فعاله ریحانه فاطمه بیا دوې داسې ښځې دي، چې د معبد انګړ ته ورسېدې، خو نژدې سلو پولیس سرتېرو ځکه له احتجاجیانو ژغورلې، چې پر دوی یې د ډبرو ګوزارونه کول.
د احتجاجیانو کتار اوږدوالی نژدې پنځه کیلومترو ته رسېده. خو دغه ښځې هم د معبد له درشله هغه وخت ستنې شوې چې هلته ورته احتجاجیان مخامخ ودرېدل.
احتجاجیانو کې ښځې هم وې، سړکونه یې تړلي وو او ګاډو ته یې د دې لپاره ورکتل چې له لسو کلونو تر پنځوسو کلونو کومه ښځه معبد ته د ننوتو لپاره پکې راغلې نه وي.
دغه معبد ته هر کال د هند له لر او بره میلیونونه کسان ورځي. احتجاجیان وايي، ستره محکمه باید خپله حکم بېرته واخلي او دغه معبد ته له ورتګه د پخوا په څېر ښځې منع کړي، ځکه د دوی په وینا د معبد بګوان (ایپا) همدا غواړي.
هندو مذهب کې هغه ښځې په مذهبي مراسمو کې له ګډونه منع کېږي، چې میاشتنی ښځینه عادت ولري او (ناپاکې) بلل کېږي.
که څه هم ګڼو معبدونو کې ښځو ته د ننوتو اجازه ورکول کېږي، خو سباریمالا معبد بیا له هغو څو معبدونو یو دی، چې د میاشتني عادت عمر ته له رسېدو وروسته پکې هېڅ ښځې ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.
له لسیزو راهیسې ښځو غوښتنه کوله، چې دغه معبد ته د ننوتو اجازه ورکړل شي، خو ۲۰۱۶ کال کې د معبد مشر پرایر ګوپالکریشنن ناندریزو څرګندونو دغه موضوع نوره هم پېچلې کړه.
هغه ویلي و، یوازې داسې صورت کې به ښځو ته د ننوتو اجازه ورکړي، چې یو ماشین یې (پاکوالی) ثابت کړي. د نوموړي هدف دا و، چې معبد ته ورتلونکي ښځې باید ثابته کړي، چې میاشتنی ښځینه عادت نه لري.
محکمې ته عریضه کونکو هم د دغو څرګندونو یادونه کړې وه او دا یې د هند اساسي قانون خلاف چاره بللې وه.
د دوی دلیل دا و، چې دا له عبادته د ښځو راګرځولو په معانا ده. خبریالان وايي، راتلونکو ورځو کې ښايي نورې ښځې مندر ته د ننوتو هڅه وکړي چې له کبله یې د پلویانو او مخالفانو تر منځ د نور تاوتریخوالي اندېښنې هم شته.