"د رازق وژل کېدو سره افغانستان کې د امریکايی ځواکونو دنده سختیږي"

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کندهار کې د پروني برید په اړه لیکلي د جنرال رازق په وژل کېدو سره په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو دنده هم سختیږي ځکه دوی په سویل کې یو مهم همکار له لاسه ورکړ.

د ورځپاڼې په وینا جنرال رازق داسې څوک و چې د قومي او کورنیو حساسیتونو لرونکې سیمه کې یې له بهرنیو ځواکونو سره همکاري لرله او که د ده پر ځای مناسب کس ونه ټاکل شي نو امریکایان به اړ وي چې له بیلابیلو کسانو د خپل ماموریت پر مخ وړلو کې مرسته وغواړي.

ایرش ټایمز لیکلي د کندهار برید ښيي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت او له طالبانو سره د سولې هڅېو او روانې خبرې په څومره نازک حالت کې دي.

دې ورځپاڼې هغو تورونو ته هم اشاره کړې چې پر جنرال عبد الرازق پورې کېدل خو وايي دا چې هغه د افغانستان د سویلي سیمو په امنیت کې ډیر بریالی و او هلته یې ښه امنیت ټنیګ کړی و نو ځکه یې امریکايي ځواکونو ه خوايې ډیر درناوی کاوه.

هیل خپرنې لیکلي یوازینی کس چې د افغانستان جګړه پای ته رسولی شي هغه د دې خپرونې د دې مطلب د لیکوال په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دی.

په افغانستان کې د امریکا پوځ یوه پخواني جنرال دغې خپرونې ته ویلي د جګړې پای ته رسولو او بریالیتوب یوازینې لار دا ده چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر سره په همغږي کار وشي او هغه له افغان لوري سره ښه اړیکي رامنځته کړي.

پاکستان: امریکا دې له افغانستانه نه وځي

ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼه لیکي پاکستان له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرداری ورکړی او د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې زیاتوي چې په تکرار یو ځل بیا غوښتنه کوو چې امریکايي ځواکونه باید تر هغه په افغانستان کې پاتې شي چې په دغه هېواد کې بشپړه سوله او ټیکاو نه وي راغلی.

ویاند محمد فیصل له افغانستان د شوروي اتحاد ځواکونو وتلو ته اشاره کړې او زیاتوي چې سیمه د ورته پيښې تکرار نه شي زغملی.

ګارډین ورځپاڼې لیکلي د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هیڅکله سمونپال نه و.

د مطلب لیکوال وايي وروستۍ پېښې ښيي چې نوموړی په دغه هېواد کې اصلاحات نه غواړي.

لیکوال د محمد بن سلمان هغه ګام ته اشاره کوي چې له مخې یې په دغه هېواد کې ښځو د موټر چلولو حق ورکړل شو.

دی وايي دې ګام ته د بن سلمان د اصلاحاتو د پراخ پروګرام د یوې برخې په توګه کتل کېدل خو دی وايي داسې نه ده او ولیعهد تر پخوانیو مشرانو ډیر مستبد دی.

په همدې تړاو ترکۍ ورځپاڼې ډیلې صباح یو مطلب خپور کړی او د خبریال جمال خاشقجي د پېښې په رڼا کې د ترکیې او سعودي اړیکو ته کتنه شوې ده.

لیکوال وايي سعودي چارواکي د خپلو مخالفو هېوادوالو په وړاندې غوڅ دریځ لري او په دې کې هیڅ شک نشته خو دا ډول کړنې به دغه هېواد له قضايي اجرائاتو او سعودي مشران به له یوه حساس حالت سره مخامخ کړي