د کریمیا کالج کې زدکوونکي خپل ۱۹ ملګري ووژل

له روسیي سره د یو ځای شوې کریمیا په کرچ کالج کې وسلوال ۱۹ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپي کړل.

د روسیې پلټونکي وايي، بریدګر یو اتلس کلن زدکوونکی دی او د خپلو ملګرو تر وژلو وروسته یې ځانوژنه کړې ده.

خو شاهدان وايي، چې د یوې چاودنې غږ یې هم اورېدلی دی.

لا هم د وژونکي انګېزه څرګنده نه ده.

روسیې پر ۲۰۱۴ کال د اوکراین ټاپو کریمیا ور سره یو ځای کړ چې دغه ګام یې لوېدیځ وغانده.

په دغه ګام پسې د روسیې ملاتړو وسلوالو او اوکراین حکومتي ځواکونو ترمنځ په ختیځ کې تاوتریخوالی پیل شو.

څه پېښه شوې؟

د بریدګر د انګېزو په هکله مختلف رپوټونه دي.

د روسیې څارنډله وايي، تورن بریدګر ویلادیسلاو روسلایکوف نومېږي او ویل کېږي چې د کانټین سره نږدې یې کوټه په کوټه منډې وهلې او ډزې یې کولې.

هغه وروسته ځان هم وواژه.

وروسته روسي رسنیو د کالچ کتابتون کې د دغه تورن د مړي انځورونه خپاره کړل.

دا ډله وايي، لومړنۍ ازموینې یې ښيي چې ټول قربانیان په ټوپک لګېدلي، خو له چرو د اوښتو زخمونو رپوټونه هم شته.

په ورته مهال د روسیې قانون پلي کوونکو ځواکونو له قوله ځايي رسنۍ وايي، چې بریدګر له ډزو پیلولو مخکې په کانټین کې چاودنه کړې ده.

له دې رپوټونو خپرېدو لږ وروسته پلټونکو یوه بیانیه کې وویل چې خوړنځي کې له فلزي الو ډکې چاودېدونکې وسیلې چاودنه کړې ده.

ځینې شاهدانو هم ویلي چې د یوې یا ډېرو چاودنو غږونه یې اورېدلې دي.

پلټونکو وروسته بیا وویل، چې د بریدګر په شخصي وسایلو کې یې بله وسیله هم موندلې، خو شنډه کړې یې ده.

بي بي سي د اویګور زخاروسکي په ګډون- چې کانټین کې و- د پېښې له شاهدانو سره خبرې کړې دي.

"زه د اولې چاودنې پر مهال له بوفې سره نږدې وم. سخت وېرېدلی وم، یوه ټولګیوال کش کولم، بیا مې څو ډزې واورېدې، بیا بله چاودنه وشوه".

له کالج سره نږدې یو سوداګر وايي، چاودنې غږ یې واورېد او د ماتې کړکۍ ښیښې ښيي.

لومړیو کې برید ترهګریز وبلل شو، خو وروسته د روسیې څارنډلې دا پېښه ډلوژنه وبلله.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین دا پېښه غمیزه وبلله او د قربانیانو له خپلوانو سره یې خواخوږي وښوده.

د پنجشنبې له ورځې کریمیا کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.

کریمیا کې سیاسی حالت

کریمیا ټاپووزمه د روسیې او اوکراین ترمنځ د کړکېچ لویه برخه ده.

اوکراین او ډېرو هېوادونو څلور کاله مخکې له روسیې سره د دې ټاپووزمې یو ځایېدل په رسمیت ونه پېژندل.

د کریمیا مسلې د اوکراین ختیځ کې د روسیې ملاتړو وسلوالو شتون د مسکو او کییف اړیکي لا خرابې کړې دي.

کرچ په داسې سیمه کې دی چې مسکو پکې د کریمیا او روسیې ترمنځ پل جوړ کړ.

همدا وجه ده چې د کریمیا د پارلمان مشر ویلادیمیر کنستانتونوف وايي، ممکن د پېښې تر شا اوکراین وي.

"د کریمیا خاوره کې ټول شرارت د اوکراین رسمي چارواکو له لاسه دی".