'ایران له افغانستانه د ډالرو قاچاق ته د څوځلي تګ راتګ وېزې ورکوي'

د کابل چاپ 'هشت صبح' ورځپاڼې په یوه تفصیلي رپوټ کې له افغانستانه ایران ته د امریکايي ډالرو پر قاچاق لیکنه کړې او د انګلیسي ژبې بلومبرګ خپرېدونکې له قوله یې لیکلي چې په کابل کې د ایران سفارت او په هرات ولایت کې ددغه هېواد کونسلګري د ډالرو د قاچاق لپاره د څو ځلو تګ راتګ ویزې ورکوي.

په هرات کې ځینو سیمه ییزو سرچینو 'هشت صبح' ورځپاڼې ته ویلي چې هره ورځ له درې تر پنځو میلیون ډالرو او د کال یو تر یونیم میلیارد ډالر په تېرو څوکلونو کې په فزیکي ډول د افغانستان له پولو د قاچاق په ډول بهر ته لېږدول کېږي. سرچینه ټینګار کوي چې سږ کال دا بهیر لا چټک شوی دی.

'هشت صبح' د رسمي سرچینو له قوله ادعا کړې چې له کلونو راهیسې افغان دولت له دې ډاره چې نشي د دې خبرې له رسمي کولو سره مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره خپلې مرستې محدودې کړي، هڅه کړې دا خبر پټ کړي او شایعه یې وبولي.

امریکايۍ 'ارمي ټایمز' ورځپاڼه خپل یو رپوټ په دې عنوان پیلوي، چې جګړه په افغانستان کې ۱۷ کلنه شوه او اوس توپاني ورېځو اسمان نیولی.

ورځپاڼې د امریکا د متحده ایالتونو د لوی درستیز مارک مېلي خبرې چاپ کړي چې ویلي یې دي اوولس کاله وروسته، موږ لا اوس هم له هغې جګړې کړېږو چې ۵۸ زره کسان مو پکې چې ډېری یې د پوځ سرتېري ول، ووژل او ټپیان شول.

هغه ویلي لا اوس هم ۱۸۰ زره امریکايي سرتېري په ۱۴۰ هېوادونو کې مېشت دي او پوځ مو ځان دې ته چمتو کوي چې د جګړې بڼه له یرغلي بڼې، پاتېدونکې ته واړوي.

ښاغلي مېلي ویلي، یوازینی شی چې د جګړې تر مخنیوي ګران دی، له یوې جګړې سره جګړه کول دي او یوازینی شی چې جګړې سره تر جنګېدو ګران دی، په یوه جګړه کې ماته ده.

همدې ورځپاڼې په یوه بل خبر کې لیکي چې د اسراییلو دفاعي کمپنۍ سمارټ شوټر داسې یوه آپتیک آله معرفي کړې چې ادعا کوي پر ټوپک نصبه شي نښان نه خطا کوي. د دې آلې نوم Smash 2000 Plus دی چې د یو شمېر ټوپکونو پر سر لګېدلی شي.

ایرانۍ انګلیسي ژبې تهران ټایمز ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود له قوله لیکلي چې امریکا پاکستان ته د هند له عینکو ګوري.

له واشنګټنه د ستنېدو پر مهال ښاغلي قریشي ویلي مناسبه نه ده چې په تېرو اووو لسیزو کې د امریکا له متحده ایالتونو سره زموږ اړیکو ته د افغانستان له نظره او یا هم د هند له عینکو وکتل شي.