تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان د پیسو له نړیوال صندوقه پور اخلي
د پاکستان اقتصاد وزیر اسد عمر وايي، هېواد یې له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی او له همدې امله د پیسو له نړیواله صندوق یا 'ای ایم ایف ' نه د پور اخیستو لپاره د خبرو پیلولو پرېکړه شوې ده.
ښاغلي عمر وايي، لومړي وزیر عمران خان له اقتصاد پوهانو، دوستو هېوادونو او لوړپوړو چارواکو سره له مشورو وروسته پرېکړه کړې، چې ای ایم ایف سره باید دې لړ کې خبرې پیل شي.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت د دغې مالي او اقتصادي کړکېچ لامل د پخواني لومړي وزیر محمد نواز شريف حکومت بولې. ښاغلی اسد زیاتوي دا سخته پرېکړه ده او حکومت هڅه کوي، پر خلکو یې اغېز ډېر نه شي.
له دې مخکې د ټاکنیز کمپاین پر مهال او بیا د جولای ۲۵ ټاکنو کې له بریا وروسته هم تحریک انصاف ګوند په تکرار ویلي و، چې ایم ایف نه پور نه اخلي.
د پاکستان مسلم لیګ ګوند چې پارلمان کې اپوزیسیون تشکیلوي، دغه پرېکړه غندلې ده.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) اړوند پارلمان غړي احسن اقبال د تحریک انصاف ګوند حکومت له لوري د پخواني حکومت اړوند ګاډو پلور پرېکړې ته په اشارې سره په طنزیه لهجه وویل، 'حکومت باید د مېښو او ګاډو پلورلو له لارې اقتصادي بحران کابو کړي. '
له دې مخکې د تحریک انصاف ګوند حکومت د څه باندې سلو موټرو او یو شمېر مېښو پلورلو پرېکړه کړې وه، چې د پخواني لومړي وزیر نوازشریف د دفتر اړوند وو.