ولې افغان- امریکا جګړه اوږده شوه؟

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

امريکايۍ سياسي ورځپاڼې "دی هېل" افغانستان کې د جگړې د اوولسمې کليزې په پلمه دې ته کتنه کړې چې ولې دغه جگړه اوږده شوه.

ورځپاڼه يې دلايل داسې په گوته کوي.

لومړى د جگړې موخه يوازې د طالبانو او القاعدې ځپل نه و چې ژر ترسره کېدی هم شوى، بلکې موخه افغانستان کې ملت جوړونه او بيا رغونه وه.

دويم طالبانو ته د اوسامه د سپارلو وروستۍ نېټه وټاکل شوه چې په دې توگه د بريد په تړاو له وړاندې خبر شول او د تېښتې زمينه يې ومونده.

دريم ځينې طالبانو د پاکستان په هغو سيمو کې چې قانون پکې واکمن نه دى پناه واخيسته او هماغلته په پاکستان کې بيا په وسلو سمبال شول، جگړه يې پيل کړه او بيايې سيمې ولکه کړې.

اوس اسلامي دولت نومې ډله هم په افغانستان کې جگړه کوي.

د ورځپاڼې په باور د ملت جوړونې په موخه د امريکا د پوځ له لوري د جگړې مقرراتو هم د امريکايي ځواکونو لاسونه تړلي وو.

ورځپاڼه يې يوه بېلگه دا په گوته کوي چې اورپکو به په جوماتو او نورو سپېڅلو ځايونو کې ځانونه پټول، خو امريکايي ځواکونو پر دغو ځايونو د بريد اجازه نه لرله.

د طالبانو ګواښ

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ټاکنو په تړاو د طالبانو وروستي گواښ ته په اشاره ليکلي، دغه گواښ د ټاکنو د امنيت په تړاو اندېښنې لا ډېرې کړې.

ورځپاڼه وايي تېرو ټولټاکنو کې طالبانو سملاسي د دغه ټاکنيز بهير د گډوډولو گواښونه کول خو دا ځل يې دا خبردارى د رايې اچونې له ورځې يوازې دوه اوونۍ وړاندې مخې ته راغى.

د ورځپاڼې په باور د طالبانو دا وينا ظاهرا" وروسته له هغه مخې ته راځي چې په دې وروستيو مياشتو کې د طالبانو او امريکايي پلاويو ترمنځ مخامخ خبرو کومه پايله نه لرله.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ورځپاڼې ته ويلي امنيتي تدبيرونه سم روان دي او طالبان د ټاکنو بهير گډوډلو ته نه پرېږدي.

د بانک حساب لوټل

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه وايي په کراچۍ ښار کې د يوه سړي له بانکي حسابه دوه ميليون روپۍ وروسته له هغه ورکې شوې چې نوموړي د خپل بانکي حساب جزييات د ټيليفون له لارې شريک کړي و.

دغه کس ته چې اصلا" د شمالي وزيرستان اوسېدونکى دى ټيليفون شوى و او ورنه د بانکي حساب د شمېرې غوښتنه شوې وه او ورته ويل شوي و که د خپل بانکي حساب جزييات ورنه کړي نو په وزيرستان کې به يې کور ونړول شي. دى وايي کله چې بانک ته ورغى او خپل حساب يې وکوت نو دوه ميليون روپۍ ترې اېستل شوې وې.

اوس په دې تړاو پلټنې پيل شوې دي.

د پاکستان د پلټنو فدرالي اداره وايي دغه راز غدۍ په پنجاب او سېند ايالتونو کې فعالې دي.