ای اېم اېف: پاکستان ښايي لا سختو ورځو سره مخ شي

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

د پيسو نړیوال صندوق ای اېم اېف وايي ښايي پاکستان په راتلونکي کې له دې هم له سختو ورځو سره مخ شي.

د دې بانک د چارواکو په خبره، د تیلو د بیو لوړوالی او د مخ پر وده بازارونو سختیدونکی مالي وضعیت به د پاکستان اقتصادي ستونزې لاپسې سیوا کړي.

د ای اېم اېف د اعلامیې له مخې، په داسې یوه وضعیت کې به د پاکستان اقتصادي وده ډیر ورو شي او انفلاسیون یا د پیسو پړسوب به لا پسې پراخ شي.

د عمران خان په واکمنېدلو پسې تمه وه چې د کلدارې ارزښت لوړ شي، خو د ډالر په مقابل کې لا هم وغورځېد.

پاکستان ته وړاندیزونه

ای اېم اېف د پاکستان د اقتصادي او مالي وضعیت په اړه د خبرداري ترڅنګ پاکستان ته درې وړاندیزونه کړي

  • پکار ده د ګاز او بریښنا تعرفي لوړې شي
  • د بهرنیو اسعارو په وړاندې د پاکستان روپۍ د بیې ښه والي لپاره هڅې وشي
  • مالي کړنلارې سختې کړل شي

د پيسو نړیوال صندق ارزوونکي پاکستان ته له سفر وروسته په اعلامیه کې د دغه هېواد له حکومت غوښتي چې د خپل کاواک اقتصادي وضعیت د رغولو لپاره چټک ګامونه واخلي.

د ای اېم اېف په دغه اعلامیه کې پاکستان ته د نورو پورونو د ورکولو په اړه چې دغه هېواد یې په ټینګار غوښتنه کوي څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان بودیجوي کسر

پاکستان له تیرو پنځو کلونو راهیسې له مخ په زیاتیدونکي بودیجوي کسر سره مخامخ دی او د بهرنیو اسعارو زیرمه یې کمه شوې ده.

د پاکستانۍ روپۍ بیه په دغه موده په تیره بیا تېر کال پرله پسې را لویدلې ده.

پاکستان له بیلابیلو اړخونو له سختو سیاسي او مالي فشارونو سره د هغه څه له امله مخ دی چې په خپله خاوره کې یې د طالبانو، حقانې شبکې او نورو وسلوالو ډلو ته ځای ور کړی دی.

که څه هم پاکستان خپله خاوره کې وسلوالو ته د پټنځیو ور کول ردوي خو د ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ډلې یا فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس له خوا اوس پاکستان په خړ لېست کې ځای لري.

پاکستان ته د ۲۰۱۹ کال سپتمبر پورې ضرب الاجل ټاکل شوی، چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او که نه نوم به یې تور لیست کې شامل کړل شي.

پاکستان ته پور ور کولو کې د امریکا مخالفت

د اقتصادي او مالي فشار د کمولو لپاره پاکستان له نړیوال صندوق د نوي پور غوښتنه کړې خو امریکا چې د دې صندوق لویه ونډه واله ده پاکستان ته د نور پور ورکولو مخه نیسي.

امریکا وايي پاکستان ښايي دا پیسې د چین د پور په پرې کولو کې وکاروي.

پاکستان همدا اوس د یوه کمربند یوې لارې د پروژې له امله له چین ملیاردونه ډالر پوروړی دی.

له دې وړاندې د اسیا پراختیايي بانک هم د پاکستان د اقتصادي ودې په اړه خبرداری ور کړی او ویلي یې دي چې ښايي د پاکستان اقتصادي وده سږ کال یو سلنه ټیټه شي.