د پنجاب پخوانی اعلی وزیر شهباز شریف نیول شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني چارواکي وايي، د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور او د پاکستاني اپوزیسیون یو مهم مشر میا شهباز شریف د فساد یوه قضیه کې نیول شوی دی.
د فساد ضد ادارې 'احتساب ملي ادارې ' یوه ویاند وویل، دغه قضیه چې ښاغلی شریف یې په لړ کې نیول شوی، د کورونو ودانولو (اشیانه) پروژې په تړاو ده.
هغه مهال چې دغه پروژه پلې کېده ښاغلی شریف د پنجاب ایالت اعلی وزیر و. شهباز شریف پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.
پاکستان مسلم لیګ 'نواز ' چې ښاغلی شریف یې مشري کوي، د نوموړي له نیول کېدو وروسته دا سیاسي غچ اخیستنه بللې ده.
د ګوند په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د دوی لپاره د فساد ضد ادارو له لارې د سیاسي مخالفینو ځورولو دغه تکتیکونه نوي نه دي او دوی د راتلونکي لپاره پر تګلاره غور کوي.
اشیانه د پنجاب ایالت لږ عایده دولتي مامورینو لپاره د شپږ زره څلور سوه کورنو ودانولو یوه پروژه وه، چې ۲۰۱۳ کال کې پیل شوه او بیا د درغلیو له ناندریو وروسته د پروژې اړوند یو شمېر لوړ پوړي چارواکي ونیول شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې د شهباز شریف مشر ورور او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د فساد یوې قضیې کې په لس کلن زندان محکوم شوی، خو یوې محکمې تېره میاشت د هغه سزا وځنډوله او د خوشي کولو امر یې وکړ.
شهباز شریف د اکتوبر پر څوارلسمه نېټه د ملي اسمبلۍ یا ولسي جرګې ۱۱ څوکیو او د پنځو ایالتي څوکیو لپاره له ټاکنو مخکې نیول شوی دی.








