''د تنور برغولی مې لرې کړ، مار رڼې سترګې راته ونیوې''

د عکس سرچینه، RSPCA
د پاخه عمر یوه برتانوۍ ښځه وايي، هغه شېبه یې په ژوند کې تر ټولو سخته ډارونکې وه، چې د خپل برېښنايي تنور یا (داش) ور یې پرانیست او ۹۰ سانتي متره اوږد مار یې پکې پروت ولید.
د مانچسټر ښار اوسېدونکې دغه ۸۲ کلنه ښځه وايي، هېڅ یې پر خپلو سترګو باور نه کېده، چې لومړی ځل یې دغه افریقايی خرمايي رنګه مار د کور په تناره کې ولید.
دغه ښځه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي:
هغه شېبه مې ژوند کې تر ټولو ډېره ډارونکې وه، چې د چپسو پخولو لپاره مې د تناره ور پرانیست او مار راته رڼې سترګې ونیوې.
ښځې وروسته ځايي چارواکو ته خبر ورکړ او هغوی د خطرناکو خځنده وو د کنټرول یو ماهر ورولېږه، چې مار یې له هغه ځايه لرې کړ.
د خځنده وو کنټرول ماهر انډي هرېس وروسته وویل، دا زهرجن مار نه و او دی ګومان کوي، چا به ساتلی وي، چې ترې تښتېدلی او یا یې خپله خوشی کړی دی. هغه وايي:
''مار مې په کراره له تناره راوایست، ښايي د دیوال له کومې سوړې دغه ځای ته راغلی او دغه تنور هم شاته یو سوری لري، چې تودوخه یې ښايي د مار لپاره د توجه وړ ګرځېدلې وي. ''

د عکس سرچینه، RSPCA
اندې وايي، ښه خبر دا دی چې ښځې له دروازې پرانیستلو مخکې تنور نه و بل کړی.
دغه ډول ماران معمولاً په افریقايي کورونو کې موندل کېږي او د موږکانو، چرمښکیو او مرغانو په خوړلو ګوزاره کوي.








