"پر ایران د امریکا بندیزونه باید نرم شي"

نړیواله محکمه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، محکمې ویلي، د خوړو او درملو په څېر د (بشري اړتیا وړ) موادو صادرلو ته باید اجازه ورکړل شي.

د انصاف نړیوالې محکمې 'ای سي جې ' امریکا ته امر کړی، چې له ایران سره د اتومي تړون له لغوه کولو وروسته پر دغه هېواد لګېدلیو بندیزونو کې نرمښت وکړي.

یادې محکمې ویلي، د ایران خاورې ته باید د خوړو او درملو په څېر د 'بشري اړتیا وړ ' موادو د صادرولو اجازه ورکړل شي.

خو د امریکا متحده ایالتونه وایي، پر ایران د بندیزونو موضوع د دوی له ملي امنیت سره تړلې ده، او د انصاف نړیواله محکمه پکې قضايي صلاحیت نه لري.

د انصاف نړیوالې محکمې مرکز په هاګ کې دی، او پرېکړه یې اجباري ده، خو دغه محکمه د خپلې پرېکړې عملي کولو لپاره اجراییه قوت نه لري.

یاده محکمه د ملګرو ملتونو مرکزي عدلي ارګان دی او د ملګرو ملتونو سازمان غړو هېوادونو تر منځ د قانوني شخړو هواري مسوولیت لري، خو یاده دې وي چې له دې مخکې ایران او امریکا دواړو د دغې محکمې پرېکړو عملي کول رد کړي دي.

د محکمې مشر قاضي عبدالقوي یوسف د چارشنبې پر ورځ د پرېکړې اعلان پر مهال وویل:

''دغه محکمه پرېکړه کوي، چې باید د امریکا متحده ایالتونه د ایران خاورې ته د بشري اړتیا وړ شیانو کې خپلې خوښې سره سم خنډ لرې کړي او د صادراتو اجازه ورکړي. ''

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغې پرېکړې ثابته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت په حقه دی او د امریکا متحدو ایالتونو بندیزونه ناقانونه دي.

بل لور ته هالنډ کې د امریکا سفیر پیټ هویکسټرا په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:

''محکمې د ایران له لوري د پراخو اقداماتو غوښتنې ردولو سره ټوله قضیه بې ارزښته بللې ''

جواد ظریف

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د هوکړې بېرته فعالولو لپاره د اروپا هڅې ستایلې

تېره مې میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران بېرته د بندیزونو لګولو امر وکړ، چې له هغه راهیسې د ایران اقتصاد مخ پر ځوړ دی او د ایراني پولي واحد 'ریال ' په ارزښت کې څرګند ټیټوالی راغلی دی.