د فېشن اونۍ: پاکستانۍ ښځینه ماډلو د کالیو ننداره وړاندې کړه

د پاکستان کراچۍ ښار کې د ۲۰۱۸ فېشن اونۍ پیل شوه.

دې فېشن اونۍ کې دود او نادود جامې وړاندې کېږي.

د پاکستان فېشن جرګې په څار دې مراسمو کې د وتلو سکښتونکو یا ډیزاینرانو لاس جوړ کالي ننداره کېږي.

دغو مراسمو کې پر ټینا دوراني، پینک ټري، اېچ اېس وای، هما عدنان، زینب چوټاني، امنه عقیل، وردا سلیم، ماهین کریم، ماهین خان او دیپک پرواني سربېره نور ډیزاینران هم ګډون لري.

پاکستان فېشن اونۍ پر ۲۰۰۹ کال پیل شوې او موخه یې د پاکستان سکښتونکو د نویو جامو دودول دي.

د پنک ټري په نوم فېشن کور د پاکستان ۲۰۱۸ کال فېشن اونۍ کې خپلې جامې د هند له ګلابي ګېنګ په اغېز اېښې دي.

ګلابي ګېنګ د هند مدیه پردېش ایالت کې د جنسي او نسلي تاوتریخوالي خلاف غږ پورته کوي.

پر دې سربېره مدیه پردېش کې د کورني تاوتریخوالي او بې انډولۍ خلاف دی.

ګلابي ګېنګ شمالي هند کې څرګند شو او اوس دې برخه کې تر یو نیم لیکو کارمنان لري چې عمرونه یې د ۱۶ او ۶۰ کلونو ترمنځ دي.

دوی د ګلابي بنګړیو ا وګلابي جامو په اغوستلو سره خپل هوویت ښيي.

۔