د عمران حکومت د نواز شریف مېښې هم بولۍ ته وړاندې کړې

د عکس سرچینه، AFP
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت د خپل هېواد د ځان بساینې په هڅو کې د پخواني لومړي وزیر مېښې هم بولۍ ته وړاندې کړې.
دا مېښې د لومړي وزارت خونه کې وې او د رپوټونو له مخې پخواني لومړي وزیر نواز شریف او د هغه کورنۍ یې شیدې خوړلې.
خو ښاغلي خان ویلي چې دا څاروي یې د حکومت د ځان بساینې لپاره پلورلې.
نوی لومړی وزیر د فساد ضد سمون د شعار له مخې ټاکل شوی دی.
له هغه وخت راهیسې یې د سمون را وستلو ګامونه پورته کړي، خو نیوکګر یې تر اصلیت نمایشي بولي.
پخپله پخوانی کرېکټر عمران خان هغه مهال له ملنډو سره مخ شو چې تېر اګسټ یې خپل کاري دفتر ته د تګ لپاره د ۱۵ کیلومترو مزل په چورلکه کې وکړ.
د مېښو بولۍ په ټول کې نولس زره پنځه سوه ډالر جوړ کړل او دا په تېرو لسو ورځو کې د حکومتي ملکیت دویمه بولۍ وه.
لومړۍ بولۍ کې د مرمۍ ضد موټرو په ګډون شپږ لکه ډالر جوړ شول.
نواز شریف ته مښه ډالۍ کول

دې څارویو د نواز شریف پلویانو لپاره ځانګړی ارزښت درلود چې له واک د فساد په تور لرې شوی دی.
حسن لطیف یوه مېښه په دوه زره پنځه سوه ډالرو واخیسته.
هغه بي بي سي اردو ته وویل چې د پیو کاروبار کوي او څاروي یې ساتلي، خو د مشهور تړاو له امله دا مښه اخلي.
"له سلو ډېرې مېښې لرم، خو غواړم دا یوه وپېرم، ځکه زموږ مشر ته یې شیدې کولې".
د هغه په خبره، د دې څاروي رانیول نواز شریف ته درناوی ښودل دي:
"که چانس مې وموند، هڅه به وکړم چې د ډالۍ په توګه یې بېرته هغه ته ور کړم".
یوه بله مېښه چې د سوچه او سپینو شیدو له امله مشهوره وه په درې زره سل ډالر وپلورل شوه.
د لومړۍ وزارت خونه کې یوه کارمن بي بي سي ته وویل:
"زموږ له هیلې په لوړه بیه وپلورل شوه او موږ په ریښتیا خوشال یو".
بولۍ ګرانه که اسانه؟

د عکس سرچینه، AFP
ځینې پېرونکي ممکن د بولۍ بیو نارام کړي و، ځکه د راولپنډۍ یوه اخیستونکي پر بولۍ نیوکه وکړه.
"دا مېښې له هغه څه په نیمه بیه مارکېټ کې پلورل کېږي چې دوی بولۍ پر اېښې ده".
د هغه په خبره، د دې څارویو بولۍ ډېره ګرانه ده او داسې ښکاري چې اخیستونکي حقیقي نه دي.
خو دا ګرانه بیه د پاکستان د حکومت لپاره ښه بری دی چې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی او د اقتصاد روانولو هڅه کوي.








