پاکستان د جبري بې درکیو څېړلو لپاره پلاوی ټاکلی

د پاکستان سترې محکمې دغه هېواد کې د هغو کسانو قضیو څېړنې لپاره چې جبراً بې درکه شوي دي، دوه کسیز قضاییه پلاوی ټاکلی دی. دغه دوه قاضیان به د هغه کمېسیون چارې هم څاري، چې د بې درکه کسانو موندنې لپاره ټاکل شوی دی.

د پاکستان قاضي القضات ثاقب نثار وايي، د پوځ او پولیسو افسران به دغه ځانګړي پلاوي او کمېسیون ته ځواب وايي.

ښاغلي نثار دې لړ کې د یوې غونډې امر کړی، چې د څارګرې ادارې ای ایس ای او پوځي استخباراتو د مشرانو په ګډون به پکې د ټولو صوبو یا ایالتونو پولیس مشران هم ګډون کوي.

د بې درکو کسانو قضیې څېړنې پر مهال متقاعد پوځي افسر انعام رحیم محکمې ته وویل، چې کمېسیون څارګرو ادارو ته امر کړی و، چې جبراً بې درکه شوي کسان محکمو ته وړاندې کړي، خو په وینا یې نه هم دغه کسان محاکمه شوي او نه یې په اړه کورنیو ته څه ویل کېږي.

د بي بي سي خبریال شهزاد ملک وايي، قاضي القضات وویل، ټولې ادارې باید قانون ته طابع واوسي.

بل لور ته د پاکستان دفاع وزارت ویاند فلک ناز محکمې ته وویل، هغه بې درکه کسان چې یادونه یې کېږي، له هغو څارګرو ادارو سره نه شته، چې پوځ یې کنترولوي.

قاضي القضات وویل، ځینې زلمي جهاد ته تللي، یو شمېر غولول شوي او ځینې یو چا یوړل، خو نوموړي روښانه نه کړه، چې جهاد له چا سره و.