تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'پاکستان کې د جبري بې درکۍ پېښې ډېرې شوې'
- Author, ریاض سهیل
- دنده, بي بي سي کراچۍ
په داسې حال کې چې د اګست پر دېرشمه نېټه د اجباري ورکو شویو کسانو نړیواله ورځ لمانځل کېږي، بشرپال فعالین وایي لا هم په نړۍ کې لسګونه زره کسان بې نښې تری تم دي چې کورنۍ او خپلوان یې په ځای ځایګي نه پوهېږي.
پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې په وروستیو کلونو کې دا پېښې پکې ډېرې شوې.
په داسې حال کې چې یو شمېر دغه کسان ښایي په تصادفي ډول ورک شوي وي، ډېری یې په کړکېچنو حالاتو کې د بېلابېلو خواوو له خوا تښتول کېږي او ورکېږي.
ملګري ملتونه دغه ډول تري تم کېدنه جنایت بولي او د درولو غوښتنه یې کوي.
د دغې ټولنې تر دېرشو ډېر غړي هېوادونه چې پاکستان او سریلانکا هم په کې راځي، په دغه ډول تښتولو او تري تم کولو کې ښکېل بلل شوي دي.
د هند پر امنیتي ځواکونو هم تور دی چې په خپل کشمیر کې یې سلګونه ولسي وګړي د اورپکۍ په تور پورته کړي او تری تم کړي دي.
هلته د پاکستان سند ایالت کې په جبري توګه د بې درکه کسانو ملاتړی مشتاق زهراني خپله هم بې درکه شوی دی.
پلار یې لونګ زهراني وايي، مشتاق د جولای پر ۲۸ له ملګرو سره بهر ته ووت او له هغه وروسته یې موبایل بند شو.
لونګ زهراني وايي، پولیس یې د قضیې له ثبتولو انکار کړی دی او اوس به هڅه کوي محکمې ته عریضه وکړي.
۲۰۰۷پاکستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پیل وروسته یو شمېر سیاسي فعالان ناڅاپه تري تم شول.
کال کې د بلوڅ سیاسي مشر نواب اکبر بګټي له وژل کېدو وروسته سند او بلوچستان ایالتونو کې په جبري توګه د سیاسي فعالانو بې درکه کولو پېښې ډېرې شوې.
پاکستان کې د بې درکه کسانو رسمي شمېرې نه شته، خو د دغو کسانو بېرته موندلو لپاره یو شمېر تنظیمونه فعال شول، چې د یوه دغسې تنظیم 'د بشري حقونو مدافعین ' مشره امنه جنجوعه وايي، پاکستان کې ۱۰ زره کسان بې درکه شوي دي.
د منظور پښتون په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، اته زره پښتانه تري تم دي.
د تري تم شویو بلوڅانو په نامه یو تنظیم بیا ادعا کوي، چې ۲۰ زره بلوڅان تري تم شوي او 'د بې درکه سندیانو غږ ' نومي تنظیم د اټکل له مخې له ۲۰۰۱ کال راهیسې ۵۰ سندیان ورک شوي دي.
په جبري توګه د بې درکه شویو کسانو اړوند یوه کمېسیون شمېرو له مخې دوی سره ۵۰۷۵ شکایتونه ثبت شوي دي.
دوی دا هم وايي، چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۶۰۵ شکایتونه ورسره ثبت شوي، چې په وینا یې دا ریکارډ ډېروالی دی. د دغه کمېسیون مسوولین وايي، پروسږکال دوی سره د ټول کال اوږدو کې ۸۶۸ شکایتونه ثبت شوي وو.
د بې درکه سندیانو غږ تنظیم یو مشر سورټ لوهر په وینا د سږ کال له اپریل راهیسې ۲۰ ځوانان بې درکه شوي دي، چې یو شمېر یې اونۍ وروسته خوشي شوي او یو شمېر نور بیا محکمو ته استول شوي دي.
داسې حال کې چې پاکستان سږ کال د بشري حقونو شورا غړيتوب هم تر لاسه کړی دی دغه هېواد کې د جبري بې درکۍ په اړه ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او خپله د پاکستان بشري حقونو کمېسیون اندېښنې څرګندې کړې دي.
ټوله نړۍ کې د جبري بې درکۍ شکایتونو لړ کې د معلوماتو ټولولو اړوند ملګرو ملتونو کمېسیون له پاکستانه هم معلومات یو ځای کړي وو.
د کمېسیون شتون کې له پاکستانه ۵۷ نوي شکایتونه تر لاسه شوي وو.
دغه کمېسیون د ملګرو ملتونو چارټر له مخې ویلي و، چې په هر ډول حالاتو کې د جبري بې درکۍ اجازه نه شي ورکول کېدای او د هر کس له نیولو وروسته باید د هغه لېږد رالېږد په تړاو باید کورنۍ او مدافع وکیلانو ته معلومات ورکړل شي.
پاکستان و نه توانید له جبري بې درکۍ د خوندیتوب نړیواله هوکړه تصویب کړي او یا په ځانګړې توګه جبري بې درکي جرم وبولي.
د بشري حقونو کمېسیون د ۲۰۱۷ کال رپوټ کې ویل شوي، د جبري بې درکۍ ګڼو پېښو له کبله پاکستان کې بشري حقونه له سخت خطر سره مخامخ دي.
د پاکستان محکمو کې د جبري بې درکۍ خلاف یو شمېر عریضې شوي، چې یوازې سند عالي محکمه کې یې شمېر یو نیم سلو ته رسېږي.
د یو شمېر بې درکه کسانو خپلوان وايي، د مدافع وکیلانو لږ تر لږه حق الزحمه ۱۰۰ زره روپیو ته رسېږي، چې په وینا یې د دوی له توانه بهر چاره ده.
د سږ کال اوږدو کې د اسلام اباد عالي محکمې د یوې دغسې عریضې په تړاو خپله پرېکړه کې جبري بې درکي ظلم او بشر ضد جنایت بللی و. محکمې حکومت ته امر کړی و، چې د بې درکه کسانو خپلوانو ته تاوان ورکړي.
د اسلام اباد عالي محکمې قاضي اطهر من الله دغې پرېکړې خلاف د پاکستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او اسلام اباد چارواکو د پاکستان ستره محکمه کې استناف غوښتنه کړې ده.
بل لور ته د بې درکه کسانو کورنیو له احتجاج وروسته د پاکستان سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار امنیتي ادارو ته امر وکړ، چې د بې درکه کسانو موندلو لپاره ځانګړې ډله وګوماري او ستره محکمه هم پکې شامله کړي، خو د بې درکه سندیانو غږ ډلې یو مشر سورټ لوهر وايي، دې لړ کې تر اوسه هېڅ پرمختګ نه دی شوی او دوی ته تر اوسه هېڅ نه دي ویل شوي:
''تر اوسه هېڅ بې درکه کس محکمې ته نه دی وړاندې شوی، د دغو ادارو خلک محکمې ته راځي او وايي موږ سره نه شته، خو بیا څو میاشتې وروسته دغه کسان له قضیو سره محکمو ته وړاندې کوي. ''
خپله د سورټ لوهر پلار هدایت الله لوهر له تېر یوه کاله راهیسې بې درکه دی.
نوموړی وايي مدافع وکیلان هم ډارېږي او که د کوم بې درکه کس خپلوان څرګند ثبوتونه لري، وکیلان ورته وايي، چې د وړاندې کولو په صورت کې یې د کورنۍ نور غړي له امنیتي ګواښونو سره مخامخېدای شي.