تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'۴۵٪ افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي'
واشنګټن پوست وايي، د افغانستان له لوېديځه کليوال نه يوازې د جگړې بلکې د وچکالۍ له امله هم خپلې مېنې پرېږدي.
ورځپاڼې د چارواکو په وينا ليکلي چې سږکال نژدې ٤٥ سلنه افغانان د وچکالۍ او ځينو نورو لاملونو له امله د خوړو له کمښت سره مخ دي، چې تېر کال دا شمېر ٣٣ سلنه و.
ورځپاڼه وايي له تېر جولاى راهيسې نيم ميليون وگړو ته د بېړنيو مرستو له پروگرامه خواړه ورکول کېږي او د ژمي له نژدې کېدو سره چارواکي پلان لري چې نژدې يونيم ميليون وگړو ته مرستې ورسوي.
د ورځپاڼې په وينا، تر ټولو ډېره اغېرمنه شوې سيمه شمال لوېديځ ولايتونه دي چې درې سوه زره وگړو سره تېره مياشت د خواړو نوره اضافي مرسته وشوه. بادغيس کې حالات ډېر جدي دي.
گارډين ورځپاڼې د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې کې د ولسمشر ټرمپ څرگندونو ته په اشاره وايي د ولسمشر ټرمپ د نوې وينا توپير له پخوانيو هغو سره سره د ملگرو او غليمانو يو نوملړ و او د پام وړ خبره دا وه چې د شمالي کوريا زورواکى ولسمشر يې د ملگرو په ډله کې و.
ورځپاڼه وايي ولسمشر ټرمپ وويل نور هرې خواته راکټونه نه الوځي او اټومي اژموينې ودرېدلي.
ورځپاڼه وايي ښاغلي ټرمپ نژدې يو کال وړاندې د شمالي کوريا د بشپړې ويجاړې گواښ کړى و خو اوس يې د کېم جونگ اون د زړورتيا او پورته کړو گامونو له امله له هغه مننه وکړه.
ورځپاڼه وايي ولسمشر ټرمپ وويل نور هرې خواته راکټونه نه الوځي او اټومي اژموينې ودرېدلي.
ورځپاڼه زياتوي خو د اټومي کارپوهان په دې قانع نه دي او وايي ولسمشر کېم د خپلو اټومي وسلو له منځه وړلو ته د چمتو والي هېڅ راز نښې نښانې نه دي څرگند کړي.