تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا کې "ایا د خره عبادت کوئ که د فیل" اعلان پرسر لانجه
په امریکا کې جمهوریپال ګوند له هندوانو له دې کبله بښنه غوښتې، چې ګني په یوه اعلان کې د دوی پلوري ډېره کړي، خو خبره برعکس شوه.
اعلان د فیل نندارې یا د هندوانو په نزد د "ګانیشا خدای" لمانځلو لپاره جوړ شوی و او په یوه شعار کې پوښتل شوي وو چې: "ایا غواړئ د خره عبادت وکړئ او که د فیل، خوښه ستاسې."
خر په امریکا کې د دیموکرات ګوند یوه نښه ګڼل کېږي، خو فیل بیا د جمهوریپال ګوند نښان بللی شي.
"ستونزه"
یوه امریکايي هندو بنسټ ویلي، دا اعلان هندوانو ته "ستونزه" پیدا کولی شي.
په ټکساس ایالت کې د جمهوریپال ګوند له ځايي څانګې د اعلان د خپرېدو په اړه توضیحات غوښتل شوي.
د بنسټ خبرپاڼه کې راغلي: "موږ فوربینډ کې د جمهوریپال ګوند هغه هڅه ستایو چې هندوان ورنژدې کول غواړي، داسې مراسم مهم دي، خو ګانیشا خدای ته د دوی عبادت یوه سیاسي ګوند ته له دې کبله اړول ستونزه او سپکاوی دی، چې د یوه حیوان نوم نښان وګرځول شي."
ګڼو هندوانو پر خواله رسنیو له ګوند نه د یاد اعلان لرې کول غوښتي.
حزب یې په ځواب کې ویلي: "هدف د هندوانو د دود کم ګڼل نه دي".
فوربینډ کې د جمهوریپال ګوند مشرې جیسي جیسون ویلي: "له ټولو هغو بښنه غواړو چې دا اعلان ځان ته سپکاوی بولي، طبعاً هدف سپکاوی نه و."
هندي بنسټ هم یوه خبرپاڼه خپره کړې او د ګوند دا بښنه یې منلې ده.