د امریکا لومړنیو ایالتي ټاکنو کې د افغان توکمه مېرمنې بریالیتوب

یوې افغان توکمه د امریکا نیو همپشایر ایالت کې د ډیموکراټ ګوند لومړنۍ ټاکنې وګتلې.

۲۷ کلنې صفیه وزیر د دغه ایالت ټاکنو کې داسې سیال مات کړ چې څلور دورې د نیو همپشایر ایالتي پارلمان کې استازی و.

هغه په داسې مهال دې ټاکنو کې بریالۍ شوه چې تجربه کار سیال یې( ډیک پټین) په ټاکنیزو هڅو کې تل ویل:

"مېرمن وزیر کډواله ده او پر کمپاین یې بد اغېز نه کوي".

صفیه وزیر په غبرګون کې ویل: "دا ایالت ۱۱ کاله زما کور دی. زه پوهېږم، هغه(سیال) دلته لوی شوی، خو اوس زه دلته یم. زه په ویاړ سره وایم چې نیو همپشایر مې کور دی".

صفیه ولې کامیاب شوه؟

نیو همپشایر کې د ډیموکراټ ګوند مشر ریک بالي ویلي، چې د صفیه وزیر نوماندي په دغه سیمه کې "توکمیز، جنسیتي او نسلي بدلون" ښيي.

دا افغان توکمه امریکایۍ په شپږ کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره ازبکستان ته لاړه او پر ۲۰۰۷ کال له خپلې مور سره امریکا ته کډواله شوه.

هغه له کانکورډ لېسې فارغه شوې او پر ۲۰۱۳ کال د امریکا وګړې شوه.

درې کاله وروسته، په وال مارټ ځنځیري پلورنځي او بیا د پوهنتون کتابتون کې تر کار وروسته یې له یوه ځايي کالج د تحصیل سند ترلاسه کړ.

کورنی ژوند

هغه مېړوښه او په دریم بچي مېندواره ده.

د ټاکنیز سیال یوه نیوکه یې دا هم وه چې مېندواره وزیر له دوو ماشومانو سره څنګه ایالتي چارې پرمخ بوځي.

نیوهمپشایر کې چارواکي وايي، که صفیه وزیر د نومبر ټاکنو کې جمهوريپال سیال دنیس سوزي ته ماتې ور کړې، نو لومړنۍ کډواله به وي چې د ایالتي چارو اداره په لاس کې اخلي.