تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هېلیري کلنټن: ټاکنو کې ماتې ډېره ځورونکې ده
هېلري کلنټن د ټاکنو نه ګټلو له کبله له خپلو پلویانو بښنه غوښتې. هغې ویلې، ټاکنې یې و نه ګټلې، دا یو ځورونکی احساس دی، چې وايي تر ډېره به دوام وکړي.
د امریکا له جمهوري دود سره سم نوموړې د نیویارک یوه هوټل کې د ټاکنو ناکامۍ په تړاو وینا کې دغه څرګندونې کړې.
د مېرمن کلنټن د وینا پر مهال د هغې مېړه، پخوانی ولسمشر بل کلنټن او د هغې لور چیلسي هم پر دریځ ولاړ وو. نوموړې له خپلو پلویانو وغوښتل، چې د ټاکنو پایلې له زړه ومني او وايي باید ډونالډ ټرمپ ته له په اخلاص فرصت ورکړل شي، چې د ولس او هېواد مشري وکړي.
د نوموړې په خبره، د امریکا ولسواکي د واک سوله ییز لېږد پر بنسټ ولاړه ده.
هېلیري کلنټن په ټاکنیز کمپاین کې ګډون د خپل ژوند یو ویاړ وباله. نوموړې خپله ماتې ځورونکې وبلله او وايي ټولې هڅې یې د ځان پر ځای د دغه هېواد لپاره وې، چې په خبره یې ورته ګران دی.
دریځ ته د مېرمن کلنټن له ورتګ سره یې پلویانو تر ډېره په چکچکو د هغې هرکلې وکړ.
د نوموړې د خبرو پر مهال هغه کسان چې ټاکنیز کمپاین کې یې فعال و، پټه خوله پر مخکینیو چوکیو ناست وو او یو شمېر پلویانو یې اوښکې بهولې.
له مېرمن کلنټن سره د مرستیال ولسمشر په توګه کاندید ټم کین وویل، چې مېرمن کلنټن د ولسمشرۍ لپاره د یوې کاندېدې په توګه د امریکا تاریخ کې لومړی ځای خپل کړ.