تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د افغان سولې په اړه دې د اسلامي همکاریو سازمان پرېکړې عملي شي'
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د اسلامي همکاریو سازمان، وايي، په تازه غونډه کې یې د افغانستان حکومت له خوا له وسله والو سره د مشروط اوربند او ټیکاو راتلو ملاتړ کړی او د افغانستان د سولې په اړه ددغه سازمان د مخکېنۍ غونډې د پرېکړو د عملي کېدو غوښتنه یې کړې.
د سپټمبر پر ۱۱مه (وږي ۲۰مه) د سعودي عربستان جده کې ددغه سازمان غونډې پیل کې د سازمان عمومي منشي ډاکټر یوسف بن احمد العثیمین د سازمان دایمي غړو ته وویل، د افغان سولې او ثبات ملاتړ کوي.
ده وویل، "د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان پرېکړې په دې هېواد کې د غړو هېوادونو له خوا د سولې، امنیت او ټیکاو راتلو لپاره ژمنتیا په ډاګه کوي".
د دغه سازمان سرمنشي ټینګار وکړ چې سعودي عربستان د اسلامي همکاریو سازمان د غړي هېواد افغانستان د سولې او ټیکاو لپاره پوره ملاتړ ته چمتو دی.
العثیمین زیاته کړه، "دا چې افغانستان کورنۍ جګړې او ناخوالو ډېر ځورولی، سعودي عربستان د ورور هېواد افغانستان د بېلابېلو ولسونو ترمنځ د اختلاف له منځه وړلو لپاره هر راز بشري او اقتصادي مرستې ته تیار دی."
د اسلامي همکاریو سازمان وايي، دوی د خپل هر غړي هېواد سوکالي او ارامي غواړي، همدا ده چې د خوندي او ارام افغانستان لپاره د بهرنیو وزیرانو په استازیتوب پر ټولو غړو هېوادونو په دې هېواد کې د سولې راتلو کې د همکارۍ غږ کوي.
دغه سازمان وايي، د افغان حکومت له خوا له وسله والو مخالفانو سره اعلان شوی یو اړخیز اوربند د سولې د ټینګښت له بنسټونو ګڼل کېږي.
دې ناستې ته د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډاکټر نصیر اندیشه هم ورغلی دی.
افغانستان په ۱۹۶۹ کال د دغه سازمان غړی شو.
د روان کال تېره جولای میاشت کې سعودي عربستان د افغان سولې په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان کوربه و.
په جده کې د افغانستان د سولې او جګړې په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د افغانستان د سولې عالي وړاندیز وکړ، چې افغانستان کې له ښکېلو غاړو د جګړې درولو او له وسله والو مخالفانو سره د مخامخ خبرو پیلېدو لپاره ګامونه واخلي.
په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۳۳ هېوادونو علماوو ګډون کړی، چې د افغانستان د سولې عالي شورا په وينا غواړي د اسلامي شريعت له نظره په افغانستان کې روانه جګړه وارزوي.
طالبانو په تېرو ۱۷ کلونو کې په لومړي ځل سږ کال د تېر کوچني اختر په ورځو کې له دولت سره لنډمهالی اوربند وکړ.
دغې ډلې تل د افغانستان د دولت د سولې وړاندیزونه رد کړي او ویلي یې دي چې یوازې له امریکا سره خبرو ته چمتو ده، خو امریکا د بین الافغاني خبرو ملاتړ کړی دی.