'طالب مشران حرمین ته د سولې خبرو لپاره راوغواړئ'

    • Author, عبیدالله حسام
    • دنده, بي بي سي

په جده کې د افغانستان د سولې او جګړې په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د افغانستان د سولې عالي وړاندیز وکړ، چې افغانستان کې له ښکېلو غاړو د جګړې درولو او له وسله والو مخالفانو سره د مخامخ خبرو پیلېدو لپاره ګامونه واخلي.

د افغانستان سولې عالي شورا په استازیتوب ډاکټر محمد شفیق صمیم وویل، په سیمه کې امنیت او ټیکاو د افغانستان پر امنیت پورې اړه لري.

د سولې عالي شورا د اسلامي همکاریو سازمان له غړو ځینې غوښتنې وکړې:

  • کانفرانس له دواړو غاړو د اوربند غوښتنه وکړي او مخامخ خبرې پیلېدل.
  • د کانفرانس کډونوال دې له طالبانو سره د مخامخ خبرو مهالوېش وټاکي.
  • کانفرانس په یوه غړي هېواد کې د روانې جګړې په تړاو پرېکنده دریځ خپل کړي.
  • له پاچا سلمان غواړو چې طالب مشران حرمین شریفین ته د مخامخ خبرو لپاره راوبولي.
  • د اسلامي امت علماء دې افغانستان کې د چاودنو، ځانوژنو او ولسي وګړو د وژلو په اړه خپل ښکاره دریځ روښانه کړي.
  • د کانفرانس ګډونوال دې د افغانستان د امن او ټیکاو په اړه د علماوو د پرېکړو او ګامونو اخیستو ملاتړ وکړي.

د اسلامي همکاريو د سازمان عمومي منشي العثيمين د افغانستان د سولې او جګړې په اړه کنفرانس ته ویلي "موږ د افغانستان د خوندي راتلونکي لپاره جدي حل غواړو، داسې راتلونکی چې د اسلام په سپېڅلي تمدن بنا وي. موږ دلته د دې لپاره راټول شوي یو چې په افغانستان کې د سولې، امنیت او ټیکاو پر وړاندې شته درزونه له منځه یوسو".

هغه د خادم الحرمین الشرفين دا غوښتنه چې افغانان يې د خپل هېواد د ملي ګټو لپاره کار ته رابللي ستایلې او له افغان حکومت او د افغانستان له ټولو خلکو يې غوښتي چې په افغانستان کې د سولې او هوساينې د راتګ لپاره کار ته د خادم الحرمین الشرفين بلنې ته مثبت ځواب ورکړي.

ډاکټر یوسف بن احمد العثیمین، ویلي، په دې کنفرانس کې د افغانستان، سعودي عربستان، پاکستان، اندونیزیا، مصر، سودان، مراکش او نورو هېوادونو ۱۰۵ وتلو علماوو ګډون کړی.

دی وايي، کنفرانس به لومړۍ ورځ جده ښار کې او دویمه په مکه مکرمه کې وي، چې تر ډېره به د هغو ترهګریزو اعمالو او تاوتریخجنو پېښو غندلو ته ځانګړی شوی وي، چې په وینا یې "د اسلامي دین له لارښوونو سره په ټکر کې وي."

ده ویلي، ډېره هڅه به وشي چې یاد کنفرانس کې د اسلام دین له لارښوونو په ناسمه توګه د ترهګریزو اعمالو ترسره کولو کې د ناوړه ګټې اخیستو مفاهیم روښانه او د سوله ییز جوړجاړي لپاره زمینه برابره شي.

د افغانستان د علماوو د شورا مشر مولوي قیام الدين کشاف غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې "له طالبانو سره د مذاکراتو د پیلېدو ټول هغه شرایط برابر دي چې حکومت وړاندې کړي او نړیوالې ټولنې يې ملاتړ کړی".

هغه له اسلامي همکاريو سازمان څخه غوښتي چې "په دغه کنفرانس له ګډونوالو علماوو څخه له طالبانو سره د مخامخ خبرو یو پلاوی وټاکي".

هغه د سعودي عربستان له پاچا څخه هم غوښتي چې " طالبان د سولې د مذاکراتو لپاره حرمینو ته وروبولي".

دغه راز يې د اسلامي همکاريو له سازمانه "د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د غړيو هېوادونو د سرمشریزې " د جوړېدو غوښتنه هم کړې.

په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۳۳ هېوادونو علماوو ګډون کړی، چې د افغانستان د سولې عالي شورا په وينا غواړي د اسلامي شريعت له نظره په افغانستان کې روانه جګړه وارزوي.

د دغه کنفرانس د لومړۍ ناستې موضوع "په اسلام کې زغم او د افغانستان په سوله او ثبات کې د علماوو رول" دی، چې مشري يې د مکې معظمې د مسجد الحرام امام عبدالرحمن السدیس کوي.

ټاکل شوې د دغې غونډې دویمه ورځ په مکه معظمه کې وي او د مصر د مفتي او د سعودي عربستان د اسلامي چارو د وزیر په ګډون پکې ګډونوال علما‌ء‌ ويناوې وکړي.

د افغان علماوو شاوخوا پنځه‌دېرش کسیز پلاوی چې د افغانستان د علماوو د شورا د مشر قیام الدين کشاف په مشرۍ يې په دې غونډه کې ګډون کړی، په دغو غونډو کې خپل پروګرامونه شريکوي.

دغه پلاوي د بي بي سي خبريال عبيدالله حسام ته ويلي چې ټاکل شوې دوی د افغانستان د جګړې انځور د يوه چمتو شوي فلم له لارې ګډونوالو ته وړاندې کړي.

دا غونډه چې د سعودي عربستان او د اسلامي همکاريو د سازمان له خوا جوړه شوې افغان پلاوی ترې تمه لري چې ټول اسلامي هېوادونه په يوه خوله دا جګړه ناروا وګڼي او دوی تمه لري چې دا چاره په طالبانو اغېزه وکړي.

د طالبانو مخالفت

خو طالبانو يې مخالفت کړی او له سعودي عربستان او دغه سازمان څخه يې د ورته غونډې د جوړولو له امله ګیله کړې.

دوی په یوه خبرپاڼه کې ليکلي: "اسلامي کانفرانس لکه څنګه چې د کمونیزم ضد جهاد په خلاف د افغان مجاهد اولس ملاتړ کړی او افغان ولس یې اوس هم احسان مني، باید په دې اوسنۍ غمیزه کې هم دغه ټولنه د عام افغان اولس تر څنګ ودریږي او له برحقې مبارزې یې ملاتړ وکړي".

بل خوا، پاکستان کې یو شمېر مخکښو علماوو دغې غونډې ته ورتګ رد کړی. دوی ویلي، د سعودي عربستان له خوا یادې غونډې ته د وربللو د بلنليک ژبه سخته وه.

ویل کېږي د هغه پاکستاني پلاوي پنځلسو علماوو چې د افغانستان د سولې او جګړې په تړاو په اندونیزيا کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی و هم دې غونډې ته نه دي ورغلي.

د پاکستان د ديني علماوو د یوې شورا مشر طاهر اشرفي هم ویلي چې دغې غونډې ته نه ورځي. د هزاروي په نامه بل مخکښ پاکستاني عالم هم چې یادې غونډې ته بلل شوی و، ویلي چې دې غونډې ته نه دی ورغلی.

مولانا فضل الرحمن غونډې ته نه دی تللی

د راپورونو له مخې د پاکستان د جميعت علمای اسلام مشر فضل الرحمن هم بلل شوی و، خو وېل کېږي نوموړي هم دا بلنه رد کړې.

له پاکستانه د علماوو په پلاوي کې د مفتي عبدالولي په نامه عالم شامل دی.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وايي د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې د خبرو له پاره اوس هيلې پيدا شوي دي. هغه چې په يوه ناڅاپي سفر پرون کابل ته تللى و، وويل پر طالبانو د فشار د ډېرولو له پاره د نورو امريکايي عسکرو د لېږلو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ ستراتيژۍ کار ورکړى اوهغوى يې خبرو اترو ته رامات کړي دي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د افغانستان له بېلابېلو سیمو سلګونه دیني عالمان په کابل کې راټول شول او د فتوا په صادرولو سره یې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله.

تر دې وړاندې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو د اندونیزیا په بوګور ښار کې د یوې ناستې په ترڅ کې ځانمرګي بریدونه د اسلام د اصولو خلاف وبلل او په افغانستان کې یې د حکومت له مخالفانو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

طالبانو په تېرو ۱۷ کلونو کې په لومړي ځل سږ کال د تېر کوچني اختر په ورځو کې له دولت سره لنډمهالی اوربند وکړ.

دغې ډلې تل د افغانستان د دولت د سولې وړاندیزونه رد کړي او ویلي یې دي چې یوازې له امریکا سره خبرو ته چمتو ده، خو امریکا د بین الافغاني خبرو ملاتړ کړی دی.