هند کې همجنس خوښونه قانوني شوه

Indian members and supporters of the lesbian, gay, bisexual, transgender (LGBT) community celebrate the Supreme Court decision to strike down a colonial-era ban on gay sex, in Mumbai on September 6, 2018

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د حکم تر صادرېدو وروسته له محکمې بهر کمپاین کوونکو چیغې نارې وهلې او ځینو یې اوښکې تویې کړې.

په یوه تاریخي پرېکړه کې د هند سترې محکمې په هېواد کې د همجنس خوښوونکو هغه قانوني عمل اعلان کړ، چې د خپل جنس جوړوې جنسي اړیکه پکې قانوني شوه.

قاضي د همنوغۍ په اړه د استعمار د وخت لانجمن قانون غیر منطقي او جبري وباله.

پنځو قاضیانو په یوه خوله هغه پرېکړې ته د پای ټکی کېښود چې همجنس خوښي يې یو غیر طبیعي جرم باله.

دغه مادې ته درېمه فقره اوه اوه وايي.

دغه حکم د ۲۰۱۳ کال د قضاوت حکم لغوه کوي چې د استعمار مهال ۳۷۷ قانون یوه برخه بلل کېده. په هغه قانون کې همجنس غوښتنه (غیرطبعي سرغړونه) بلل کېده.

دا د نړۍ یو له پخوانیو قوانینو وو چې همجنس غوښتنه یې جرم باله او هند یې ليرې کولو ته لېوالتیا نه لرله.

د حکم تر صادرېدو وروسته له محکمې بهر کمپاین کوونکو چیغې نارې وهلې او ځینو یې اوښکې تویې کړې.

د محکمې قاضي ډیپک مشرا د خپل قضاوت د لوستلو پر مهال وویل، د جنسي اړیکو ټینګولو جرم بلل غیرمنطقي، خپلسري او په څرګنده توګه غیر قانوني دي.

In this file photo taken on June 24, 2018 an Indian supporter of the lesbian, gay, bisexual, transgender (LGBT) community takes part in a pride parade in Chennai.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، هند کې همجنس خوښوونکو او جنس بدلو ټولنو د همجنس خوښۍ عمل د هغه قانون بدلولو لپاره کلکه مبارزه وکړه، چې دا عمل یې غیر طبیعي جرم باله.

د مشر قاضي او د پنځو قاضیانو فیصله کې وویل شول، چې "د بالغو همجنس خوښوونکو کسانو ترمنځ پخپله خوښه جنسي اړیکه نیول نور جرم نه دی."

د هند همجنس غوښتنې او جنسیت بدلوونکو ټولنو اوږد مهاله مبارزه وکړه چې ۳۷۷ ماده لېرې کړي چې له مخې یې د غیر طبعي جنسي اړیکو قانون سرغړونکو ته د لس کاله زندان حکم ټاکل شوی و.

د برابرو حقونو غوښتونکي فعالان په دې باور وو چې د دغه قانون شتون د جنسي غوښتنو سره توپیري چلند دی. دوی په وار وار ویلي وو دغه قانون د هغو کسانو لپاره ځوروونکی دی چې همجنس خوښي LGBT دي.