تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"امریکا د پاکستان پر دوو کمپینو بندیزونه لګوي"
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
هندۍ ورځپاڼه ټایمز اف انډیا لیکي، د راکټي او اټومي ازمایښتونو اړوندو فعالیتونو په برخه کې امریکا غواړي د پاکستان پر دوه کمپنیو بندیزونه ولګوي.
د ورځپاڼې د رپوټ له مخې دا دوه کمپنۍ "ټیکنالوژي لینک پرایویټ لمیټډ" او بله یې "ټیکنالوژي سروسز" ده.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت له خوا په یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې دغه کمپنۍ داسې فعالیتونو کې ښکیلې دي چې د امریکا د ملي ګټو یا بهرنۍ کړنلارې سره په ټکر کې دي.
بیان زیاتوي، "ټیکنالوژي لینکس پرایویټ لمیټډ کمپنۍ" چې په پاکستان کې فعالیت کوي ځکه د بندیزونو په لېست کې شامله شوې چې د اټومي او راکټي ازمایښتونو اړونده فعالیتونو کې له لازم لایسنس لرلو پرته برخه لري.
واشنګټن پوسټ:
امریکايۍ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ لیکي، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواک نوی مشر جنرال سکاټ میلر چې نن خپله دنده پیلوي، دنده لري چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته نږدې کړي، خو د ورځپاڼې په باور په کابل کې سیاسي بدلونونه او د لوړ لګښت بهرنۍ جګړې په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځ د هغه دنده نوره هم سختوي.
ورځپاڼه لیکي جنرال میلر به په افغانستان کې د امریکا لومړني پوځي قوماندان وي چې د پوځي پرځای د هغه دنده تر ډېر ډپلوماتیکه بڼه ولري.
واشنګټن پوسټ لیکي دا چې طالبان نرمښت ښيي نو د سولې لپاره یو جوړ جاړی رامنځته کیږي او دا هغه څه دي چې له افغانستانه په عزت د امریکايي سرتیرو وتلو ته لاره برابروي.
واشنګټن پوسټ په دې اړه خپل مطلب کې لیکي، د جنرال میلر په وړاندې اصلي پوښتنه له دې جګړې د ولسمشر ټرمپ د ملاتړ د دوام په اړه ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر اسد الله خالد په اړه یو مطلب خپور کړی چې په دې وروستیو کې یې یوه سیاسي ډله هم رامنځت کړې ده.
ورځپاڼه لیکي، ۴۸ کلن خالد غواړي د سیاست ډګر ته راووځي او هیله یې داده چې د ورځپاڼې په وینا د افغانستان راتلونکی ولسمشر شي.
ورځپاڼه د هغه په اړه لیکي، دی یو چالاک او پیسه دار سړی دی.
ښاغلی خالد د کندهار او غزني د والي په توګه هم دنده ترسره کړې ده .
ورځپاڼه د هغه په اړه لیکي چې دی امریکایانو ته وفادار پاتې شوی چې د طالبانو په وړاندې جګړه کې یې لویه ونډه لرلې ده.
جاکارتا ټایمز ورځپاڼه
انډونزیایۍ ورځپاڼۍ جاکارتا ټایمز لیکلي، بالاخره د هغې لویې بیړۍ څرنګوالی معلوم شو چې د میانمار ساحل ته نږدې موندل شوې وه.
سیمه ییزه کب نیوونکي د دغې زړې او له کاره لوېدلې بیړۍ په لیدلو حیران شول چې څنګه تر دې ځایه له کوم بیړۍ چلوونکې پرته رارسیدله.
خو وروسته معلومه شوه چې دا بیړۍ بنګله دېش ته وړل کېدله چې هلته په پرزو بدله شي ، خو هغو کسانو چې دا کانټینر لیږدوونکې لویه بیړۍ یې په بلې وړې کښتۍ پورې تړلې، غوښتل یې بنګلادیش ته یې د ټوټه کولو لپاره یوسي، خو د هوا د خرابوالي له امله یې د میانمار ساحل ته نږدې پریښې او ترې تللي دي.
دا بېړۍ "سام راتولانګي" نومیږي او ۱۷۷ متره اوږوالی لري. دا بیړۍ وروستی ځل د تایوان ساحل ته نږدې په ۲۰۰۹ کال کې لیدل شوې وه.