د فضايي تصویرونو په مټ د شتمن او نشتمن توپير

ډرون عکاس جاني مېلر سوېلي افریقا، مکسیکو او هند کې د شتمن او نشتمن(امیر او غریب) ترمنځ د ښکاره توپیر د روښانولو لپاره له فضا یا تشیال انځورونه اخیستي دي.

د انځورونه د مېلر د نالیدلي مناظر په نوم پلان برخه ده، چې اپرېل ۲۰۱۶ کې یې پیل کړی او له مخې یې د خلکو ترمنځ اقتصادي توپیر روښانوي.

د سوېلي افریقا دا عکاس وايي: کله چې له کیپ ټاون هوايي ډګر بهر کېږې، نو په کچه یا خامو ودانیو کې ګیر کېږې.

"خو لس دقیقې موټر کې تر مزل وروسته د شتمنو سیمې ته رسېږې چې هلته زه هم اوسېږم".

مېلر زیاتوي، دا یوازې د سوېلي افریقا خبره نه ده، بلکې د نړۍ هره سیمه کې دا حال دی.

نوموړی د بارک اوباما دا خبره کوي، چې "بې انډولي زموږ د نسل تر ټولو لویه ننګونه ده".

مېلر د دې انځورونو اخیستلو لپاره ځانګړې پلټنه کړې ده؛

"ما څو مختلفې لارې ونیولې، د خلکو سر شمېرنه، نخچې، خبرونه له خلکو سره خبرې".

"کله چې زه یوه سیمه په نښه کړم، بیا د ګوګل ځمکې له لارې د تصویر اخیستلو پلان کوم".

انځورونه: جاني مېلر