ایا افغانستان کې د سولې وخت دی؟

د عکس سرچینه، EPA
دې نیوز
آیا په افغانستان کې د سولې وخت دی؟ تر عنوان لاندې پاکستانۍ "دې نیوز" ورځپاڼه لیکي کله چې په تېر کوچني اختر کې افغان حکومت او طالبانو درې ورځنی اوربند وکړ، نو داسې انګېرل کېده چې ګواکې دواړه خواوې د سولې خبرو ته نژدي دي چې په دغه هېواد کې جګړه پای ته رسوي.
ورځپاڼه لیکي، که څه هم دغه اوربند یو مهم ګام ګڼل کېده، خو له هغه وروسته طالبانو خپل بریدونه ډېر کړل او همدا لامل دی چې په لوی اختر کې ولسمشر غني د څو میاشتني اوربند وړاندیز وکړ، خو د دې اوربند په هکله د پخوا په څېر خوشبیني نشته.
ایکزماینر
امریکايۍ "ایکزماینر" مجله په یو مطلب کې چې عنوان دی د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ تګلاره یو کلنه شوه لیکي، یو کال مخکې ولسمشر ټرمپ وویل که څه هم ده په پيل کې غوښتل چې له افغانستانه خپل پوځیان وباسي، خو د افغانستان په اړه یې له څېړنې، جنرالانو او خپلې کابینې سره تر سلا وروسته وپتېیله چې امریکايي قومندانو ته د طالبانو د ماتولو په موخه د هوايي بریدونو اجازه ورکړه او نور سلاکاران یې افغانستان ته واستول.
مجله زیاتوي، یو کال وروسته په دې برخه کې ډېره لږه لاسته راوړنه شته چې یاده شي.
ایکزماینر لیکي، تېره دوشنبه د امریکا کانګرس ته په یوه تازه رپوټ کې امریکايي قومندانانو ویلي د ولسمشر ټرمپ تګلاره کار ورکوي خو په همدې رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د لرو پرتو سیمو کنترول له طالبانو سره دی او په تېرو دریو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ وژبله دوه برابره ډېره شوې او لسګونه زره افغانان د جګړو له امله نورو سیمو ته کډه شوي دي.
یاده مجله زیاتوي، ولسمشر ټرمپ مني چې په دفتر کې د مېز ترشا د پرېکړو کول ستونزمن وي، خو ده دغه پرېکړه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې مسکو ټایمز
"دې مسکو ټایمز" ورځپاڼه په یومطلب کې لیکي، روسي مسلمانانو په مرکزي مسکو کې لوی ا ختر ولمانځه.
ورځپاڼه زیاتوي، لسګونه زره روسي مسلمانان د لوی اختر د لمانځه لپاره په مرکزي مسکو کې راټول شوي وو او ولسمشر پوتین ورته د یوې اعلامیې په ترڅ کې د اختر مبارکي ورکړه.
ورځپاڼه لیکي، ولسمشر پوتین لوی اختر د مهربانۍ، عدالت، بښنې او تقوا مناسبت بللی او ویلې یې دي چې مهمه ده چې روسي مسلمانان د اسلام رښتینو معیارونو ته په خپل مذهبي ژوند کې ځای ورکړي.








