تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان لومړي وزارت ته د عمران خان مقابل کې شهباز شریف
د پاکستان د قامي اسمبلۍ یا پارلمان د ۱۵ دورې نوي ټاکلي غړي د جمعې په ورځ د نوي لومړي وزیر د ټاکلو لپاره سره جرګه شوي.
دې څوکۍ ته د جولای د ۲۵ نېټې د ټالټاکنو ډېرې رایې ګټونکي ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان او د مسلم لیګ نون مشر شهباز شریف ولاړ دي.
ویل کېږي، عمران خان له شهباز شریف لږ برتري لري.
د پاکستان خلکو ګوند یا پیپلز پارټي وايي، چې دوی شهباز شریف ته رایه نه ور کوي.
همدا وجه ده چې ممکن عمران خان د پاکستان راتلونکی لومړی وزیر شي.
نوی ټاکلی لومړی وزیر به د شنبې په ورځ پارلمان کې د ولسمشر ممنون حسین په مخ کې د لومړي وزارت لوړه وکړي.
له ټاکنو وروسته په پښتونخوا او سیند صوبو کې پارلماني حکومتونه جوړ شوي، خو بلوچستان او پنجاب کې لا هم د حکومت جوړولو چاره پاتې ده.