د پاکستان لومړي وزارت ته د عمران خان مقابل کې شهباز شریف

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، که خلکو ګوند د شهباز شریف ملاتړ وکړي، عمران خان ماتې سره مخ کېدلی شي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ یا پارلمان د ۱۵ دورې نوي ټاکلي غړي د جمعې په ورځ د نوي لومړي وزیر د ټاکلو لپاره سره جرګه شوي.

دې څوکۍ ته د جولای د ۲۵ نېټې د ټالټاکنو ډېرې رایې ګټونکي ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان او د مسلم لیګ نون مشر شهباز شریف ولاړ دي.

ویل کېږي، عمران خان له شهباز شریف لږ برتري لري.

د پاکستان خلکو ګوند یا پیپلز پارټي وايي، چې دوی شهباز شریف ته رایه نه ور کوي.

همدا وجه ده چې ممکن عمران خان د پاکستان راتلونکی لومړی وزیر شي.

نوی ټاکلی لومړی وزیر به د شنبې په ورځ پارلمان کې د ولسمشر ممنون حسین په مخ کې د لومړي وزارت لوړه وکړي.

له ټاکنو وروسته په پښتونخوا او سیند صوبو کې پارلماني حکومتونه جوړ شوي، خو بلوچستان او پنجاب کې لا هم د حکومت جوړولو چاره پاتې ده.