د تیو سرطان له کبله د بشارالاسد د مېرمن درملنه

د عکس سرچینه، Getty Images
روغتیا پالانو د سوریې ولسمشر بشارالاسد مېرمن اسما الاسد ته ویلي، چې د تیو سرطان په ناروغۍ اخته شوې. د چارشنبې پر ورځ ځايي چارواکو تایید کړه، چې د نوموړې درملنه پیل شوې ده.
د سوریې لومړۍ مېرمن په لندن کې زېږېدلې او لویه شوې، چې دا وروستیو کې یې شخصیت ناندریز شو.
۲۰۱۲ کال کې په خونړي ډول د حکومت لخوا د سوریې ولسي پاڅون له ځپل کېدو وروسته مېرمن اسد هم هغو ۱۲ کسانو کې شامله وه، چې اروپايي ټولنې پرې بندیزونه ولګول.
پر ټویټر یوه خپاره شوي تصویر کې مېرمن اسد له خپل مېړه بشارالاسد سره یو ځای لیدل کېږي، چې ترې لاندې لیکلي دي:
''په تیو کې د هغه خبیثه پړسوب له کبله چې لومړي پړاو کې وپېژندل شو د مېرمن اسما الاسد د درملنې لومړۍ مرحله پیل شوې ده. ولسمشر او ټیم یې د مېرمن اسما لپاره د عاجلې شفا هیله کوي. ''
مېرمن اسما چې دواړه برتانوي او سوري تابعیتونه لري، د پانګوالۍ او بانکي دندې له پیله مخکې ښوونځی او پوهنتون په لندن کې پای ته رسولي دي.
نوموړې ۲۰۰۰ م زېږدیز کال کې سوریې ته لاړه او هلته یې د سترګو ناروغیو له ماهر بشارالاسد سره واده وکړ، چې څو میاشتې وروسته د سوریې ولسمشر په توګه د خپل پلار حافظ الاسد ځای ناستی شو.
لومړي سر کې مېرمن اسد او میړه یې د اصلاحاتو راوستونکو په توګه یادیدل. خو ایله میاشت وروسته په دیره نومي ښار کې ولسي پاڅون د پولیسو له لوري په بې رحمۍ وځپل شو، چې وروسته یې یو بحران رامنځته کړ.
د سوریې په جګړه کې تر اوسه نژدې نیم میلیون کسان وژل شوي او میلیونونه نور له کور کلي تښتېدلي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د ۲۰۱۲ فبرورۍ کې نوموړې د تاوتریخوالي په تړاو لومړی ځل خپلو څرګندونو کې وویل:
''ولسمشر د سوریې یوې فرقې مشر نه دی، بلکې د سوریې ولسمشر دی، او دغه رول کې د لومړۍ مېرمنې ملاتړ ورسره دی. ''
د همدې کال اوږدو کې فعالانو داسې برېښنالیکونه خپاره کړل، چې په ظاهره ښيي له پاڅون وروسته هم مېرمن اسد او میړه یې ګران بیه توکي پېرلي دي. اروپايي ټولنې پر هغې شخصي بندیزونه هم لګولي.
له هغه وروسته نوموړې تر ۲۰۱۶ کاله له بهرنیو رسنیو سره خبرې و نه کړې او دغه کال یې د روسیې یوه دولتي ټلویزیون ته وویل، چې له هېواده بهر یې د پناه اخیستو وړاندیز رد کړی دی.









