" اېشچي پر دوستم د جرمونو نړيوالې محکمې ته عريضه کړې"

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
نيويارک ټايمز يو ځل بيا د افغان ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم او د هغه د سياسي سيال احمد اېشچي قضيې ته کتنه کړې.
ورځپاڼې ليکلي، ښاغلي ايشچي تېره مياشت کابل ته د ښاغلي دوستم د ستنېدو بهير په ژوندۍ بڼه پر تلويزيون کاته او ليدل يې چې افغانستان کې عدالت څنگه د ځواکمن پر وړاندې په گونډو کېږي.
مطلب وايي هغه کسان چې په دغه هېواد کې په ناوړو جرمونو تورن دي د دې پر ځاى چې په زولنو تړلي بوتلل شي ليدل کېږي چې پر سرو غاليو گرځي.
ورځپاڼه وايي د عدلي طب دوو رپوټونو د اېشچي د وينا تاييد هم کړى، چې ویل یې زور زیاتی ور سره شوی دی.
ورځپاڼه زياتوي د ښاغلي دوستم تر شاه د هغه څو ساتونکي هم په يونيفارم کې ولاړ و چې پړه پېژندل شوي او دوى د ټلويزيون پر پردې نه بلکې بايد په زندان کې وى.
ورځپاڼې د ښاغلي اېشچي د زوى بکتاش څرگندونې راخيستې چې ويلي یې دي پلار یې د ښاغلي دوستم د بېرته را ستندېو له امله اندېښمن دى.
ده زياته کړې هغو کسانو سره به اوس څه کېږي چې د دغې قضيې په تړاو يې شاهدي ورکړې او يا د ښاغلي دوستم پر وړاند يې احتجاج کړى.
ښاغلي اېشچي ورځپاڼې ته ويلي له افغان حکومت ناهيلى شوى.
ورځپاڼه وايي ښاغلي اېشچي د ښاغلي دوستم پر وړاندې د جرمونو نړيوالې محکمې ته عريضه کړې.
نيويارک ټايمز وايي ښاغلي اېشچي يوه ورځپاڼه هم پيل کړې او خپلې خاطرې هم ليکي.
خو ښاغلي دوستم دا ادعاوې تل رد کړې او دا يې د ځان پر وړاندې توطيه بللې او افغان حکومت هم ويلي چې ښاغلى دوستم به په قضايي بنسټونو کې پر خپل ځان لګېدلو تورونو ته ځواب وايي.
گارډين:
گارډين د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د مشرې فېدريکا موغريني هغه وينا مهمه بللې چې پر اروپايي هېوادونو يې غږ کړى د ولسمشر ټرمپ د گواښونو سره سره دې له ايران سره خپله سوداگري ډېره کړي.
ورځپاڼه وايي اروپايي ټولنه له ډونلد ټرمپ سره د ټکر په لور روانه ده.
ولسمشر ټرمپ ويلي و هغوى چې له ايران سره سوداگري کوي له امريکا سره يې نشي کولى.
خو اغلې موغريني ويلي نه پرېږدي چې له ايران سره ٢٠١٥ م کال کې شوى اټومي تړون له منځه لاړ شي او پر اروپايي هېوادونو يې غږ کړى چې د پانگونې په برخه کې خپلې پرېکړې په خپله وکړي.
ورځپاڼه وايي دا ټکر د امريکا اروپا اړيکو ثبات له خطر سره مخامخولى شي.
ډان:

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې هم په دې تړاو مطلب خپور کړى او يلي یې دي چې
ايراني استازو د بنديزونو د پلي کېدا په درشل کې د سوداگرييزو معاملو لپاره پاکستان او هند ته سفرونه کړي وو.
ورځپاڼه وايي ايران غواړي پاکستان ته د غازو نل ليکه وغځوي او هند سره د چابهار پر پروژو کار وکړي.
ورځپاڼه زیاتوي، دا به په دې تړلې وي چې امريکا دې ته شين څراغ ورکوي او که نه.
عرب نيوز:
عرب نيوز ورځپاڼې په اروپا کې د تودوخې بې سارې لوړې درجې ته په اشاره ليکلي چې عربان اروپايانو ته ځينې سلا مشورې ورکوي چې څنگه ځانونه له گرمۍ وساتي.
ورځپاڼه وايي اروپا سخته گرمي تجربه کوي خو د سعودي، کوېټ او خليجي هېوادونو لپاره دا عادي چاره ده.
مطلب کې راغلي چې د خلیج ډېرى اوسېدونکي له کورونو نه وځي او يا په ايرکنديشنونو سمبالو مارکيټونو کې، چايخونو او کورونو کې خپل وخت تېروي.
خو اروپا کې بيا کورونه داسې ډيزاين شوي چې تودوخه وساتي او ايرکنديشنونه هم ډېر عام نه کارول کېږي.
ورځپاڼه وايي ښايي په دې برخه کې سلا ورکول سخت وي خو يوه عرب وگړي چې فرانسه کې يې زده کړې کړې ويلي ښه به دا وي چې اروپايان بايد ډېر څښاک وکړي چې د بدن اوبه يې وچې نشي. د خوب پر مهال نرۍ روجايانې وکاروي.
ان يوه د شنو مرچکو د خوړو لارښوونه هم کړې.
ورځپاڼه وايي دا به اروپا لپاره اوږد اوړى وي.








