" درزاب کې د داعش ماتې د طالبانو لپاره پرېکند برى بلل کېږي"

د عکس سرچینه، د درزاب ولسوال
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
گڼ شمېر ورځپاڼو افغان ځواکونو ته د ٢٠٠ داعش وسله والو او په شمالي ولايتونو کې د دوى د مشر قومندان د تسليمۍ موضوع مهمه بللې ده.
نيويارک ټايمز ليکلي په درزاب کې د داعش ماتې د طالبانو لپاره په دغه سيمه کې يو پرېکنده برى بلل کېږي؟
د دغې ډلې مشر مفتي نعمت پر ټيليفون نيويارک ټايمز ته د دې پخلى کړى چې له ٢٠٠ تر ٢٥٠ وسله والو سره يې ځان تسليم کړى؟
خو ده پر افغان ځواکونو نيوکې هم کړې چې ٣٠ مېرمنو په گډون دوى سره د شته کسانو د لېږدولو لپاره يې د چورلکې د استولو ژمنه کړې وه خو دا ژمنه يې پوره نه کړه او دوى اړ شول چې له سيمې پلي ووځي.
ده ويلي په دغو کسانو کې ٢٥ تر ٣٠ يې بهرنيان دي چې ډېرى د منځنۍ اسيا او دوه تنه يې د فرانسې وگړي دي.
د طالبانو وياند ډبيح الله مجاهد هم نيويارک ټايمز ته ويلي چې د داعش ١٢٨ کسان يې نيولي او د دوى محکمه به يې د برخليک په تړاو پرېکړې کوي.
ورځپاڼه وايي مفتي نعمت وړاندې د طالبانو يو قومندان و چې وروسته حکومت ته تسليم شو خو بيا داعش ته واوښته.
گارډين:
گارډين ورځپاڼه وايي د داعش ډلې له وروستيو بريدونو داسې برېښي چې د افغان سولې بهير د له منځه وړلو هوډ لري.
ورځپاڼې د دغې ډلې له لوري شويو وروستيو بريدونو ته اشاره کړې او وايي يوه برخه يې په هسکه مېنه سيمه کې د دغې ډلې د جنگياليو د له منځه وړلو او له پاکستانه د دوى د سمبالښت ليکې د ويجاړولو لپاره د افغان حکومت د عملياتو د توندېدو په ځواب کې دى.
خو د سې شنبې د بريد په گډون يوه مهمه برخه يې ښايي د سولې د خبرو اترو په برخه کې د پرمختگ نښو نښانو ته غبرگون وي.
ورځپاڼه وايي داعش د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د شوي درې ورځني اوربند پر مهال هم بريدونه وکړل.
ډان:

د عکس سرچینه، EPA
پاکستانۍ ډان ورځپاڼه وايي د پاکستان تحريک انصاف گوند- چې ټاکلې مشر يې عمران خان ډېر ژر لومړى وزير شي- په دې غور کوي چې کوم بهرني مشران د ښاغلي خان د لوړې مراسمو ته ور وبلل شي.
ورځپاڼه د سرچينو په وينا ليکلي چې د تحريک انصاف مشران د سارک هېوادونو، چې افغانستان يې هم غړى دى، ترکيې او ايران مشرانو وربللو ته لېوال دي.
خو بيا ځينو سرچينو ويلي چې د خبرو اترو پر مهال داسې وويل شول چې د سارک مشرانو ته بلنه ور نه کړل شي.
ځکه که هند بلنه ونه مني نو دا به د پاکستان لپاره د لوى شرم خبره وي.
د تحريک انصاف غړي فواد چوهدري ورځپاڼې ته ويلي دوى د بهرنيو چارو له وزارته غوښتي چې د ښاغلي مودي په گډون کومو مشرانو ته بلنه ورکول کېداى شي او دوى د دغه وزارت ځواب ته په انتظار دي.
ده دا هم ويلي چې گوند يې د هند د فلم ستوري عامر خان، کرېکټ ستوري کېپل ديو او سونيل گاواسکر په څېر مشهورو څېرو ته هم بلنه ور استولې.








